د ميدان وردګو ولايت د قومي شورا دمشر سره کتنه!

mobta-af
دوشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۲۳ - ۱۰:۱۷
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مسلکي مرستیال ښاغلي ډاکټرفریدون بارکزي نن شنبې د ۱۳۹۸ لمریز کال د جدي میاشتې په 21مه نېټه په داسې حال کې، چې د مقام دفتر ريس او د وزارت مالي او حسابي سلاکار هم حاضر، و له قومي شخصیت ښاغلي ضيأالدين کمال سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.

په یاده کتنه کې، قومي مشر د خپلو یو لړ سیمه ییزو ستونزو شریکولو ترڅنګ له وزارت سره د سولې د ټینګښت په برخه کې د هر راز همکاریو ډاډ څرګند کړ وې ویل: موږ به خپلې تجربې د سولې او امنیت د ټینګښت په برخه کې په کار واچوو او نه ستړې کیدونکې هلې ځلې به وکړو.

ورپسې د سرحدونو او قبایلو چارو وزات مسلکي مرستیال پخپلو خبروکي د یاد قومي مشر ستونزې پرځای وبللې وې ويل: د سولې او امنیت د ټینګښت په برخه کې د قومي مشرانو سلا مشورې اړینې دي.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۱:۱۴
Background image

په ننګرهار کې د قتل یوه موضوع حل شوه

 

شنبه/ ۱۷ / شوال/۱۴۴۷
د ننګرهار ولایت مهمندرې ولسوالۍ د دوو کورنیو ترمنځ څه موده وړاندې د ماشومانو پر سر پېښه شوې فزیکي شخړه، چې له امله یې یو تن وژل شوی هم و، تېره ورځ د یوې دودیزې
. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۴:۳۵
Background image

په کونړ ولایت کي د کنړ او نورستان له دیني عالمانو، قومي متنفذینو او ځوانانو سره د اسلامي نظام د دفاع د قدرداني په موخه غونډه تر سره شوه

 شنبه/١٧/ شوال/ ۱۴۴۷

د کونړ او نورستان قومي متنفذینو او مخورو نن له غرمې وړاندې د یوې ناستې پر مهال یو وار بیا ډاډ څرګند کړ، چې دوی د نظام ترڅنګ ولاړ دي او په کلکه به یې د هر دُښمن پر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۴:۳۲
Background image

د ننګرهار ولایت له علماوو، قومي متنفذینو، پوهنتون استادانو او ځوانانو سره له اسلامي نظام څخه د دفاع لپاره له درنو خلکو سره غونډه تر سره شوه

 جمعه/۱٦/ شوال/ ۱۴۴۷

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري د یوه پلاوي په مشري، چې د یاد وزارت د جرګو او قبایلو چارو معین الحاج مولوي محمد علي جان احمد، د امربالمعروف. . .

BACK TO NEWS

User account menu