د ملي مصالحې د عالي شورا له غړي او د هېواد د بېلابېلو پوهنتونونو له استادانو سره کتنه!

mobta-af
پنجشنبه ۱۳۹۹/۷/۱۰ - ۹:۲۹
mobta

 

د سرحدونو او قبایلو چارو سرپرست او نوماند وزیر ښاغلي محب الله صمیم نن د خپل کار په دفتر کې د ملي مصالحې د عالي شورا له غړي ښاغلي سمیع الله صمیم او د پوهنتون له یو شمېر استادانو سره وکتل.

په دې کتنه کې د سرحدونو او قبایلو چارو د سرپرست او نوماند وزیر په توګه د ښاغلي محب الله صمیم انتخاب نیک او پرځای اقدام وبلل شو او راغلو مشرانو او استادانو د موجوده نظام د ملاتړ په ترڅ کې له وزارت سره د خپلو همکاریو د دوام ډاډ ورکړ.

ورپسې ښاغلي صمیم د دوې له ملي احساس څخه د مننې په ترڅ کې وزارت د افغانستان د ټولو پرګنو ګډ کور وباله زیاته یې کړه، موږ به ستاسو سلا مشورې اورو او په ګډه به د هېواد د ملي ارزښتونو او ملي مصالحو د ساتلو په لار کې هاند او هڅه کوو.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۴:۵۸
Background image

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر د سیاسي چارو له شنونکو، متنفذینو او د پوهنتون له استادانو سره وکتل

پنج شنبه /٢٢/شوال/۱۴۴۷

تېره ورځ له غرمې مخکې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري د سیاسي چارو له یو شمېر شنونکو متنفذینو او د پوهنتون له استادانو سره په خپل کاري. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۴:۵۰
Background image

ارزګان کې د دوه مرورو کورنيو ترمنځ پخلاينه

چهارشنبه ۲۱ شوال المکرم  ۱۴۴۷ 

د ارزګان ولايت په مرکز ترينکوټ کې د دوو کورنيو ترمنځ د تېرې څه مودې څخه راپدېخوا د ځمکو د کروندې په سر خپل منځي جنجالونه روان وو، چې د ارزګان د سرحدونو،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۱:۱۴
Background image

په ننګرهار کې د قتل یوه موضوع حل شوه

 

شنبه/ ۱۷ / شوال/۱۴۴۷
د ننګرهار ولایت مهمندرې ولسوالۍ د دوو کورنیو ترمنځ څه موده وړاندې د ماشومانو پر سر پېښه شوې فزیکي شخړه، چې له امله یې یو تن وژل شوی هم و، تېره ورځ د یوې دودیزې
. . .

BACK TO NEWS

User account menu