د لوي او کوچني پامير له مشرانو او نماينده ګانو سره کتنه

mobta-af
جمعه ۱۴۰۱/۸/۲۷ - ۱۷:۴۷
mobta

۱۴۴۴/۴/۲۴ هـ ق

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزير الحاج ملا نورالله نوري د لوي او واړه پامير له يو شمېر مشرانو سره وکتل‌. د کوچني پامير د خلګو په نماينده ګي حاجي سلطان او حاجي بوتو خبرې وکړې، دوئ پاميرونو ته د اسلامي امارت په ځانګړې توجه خوښي څرګنده کړه او له ښاغلي نوري څخه يې مننه وکړه چي ددوئ غوښتنو ته يې ښه انعکاس ورکړی او ستونزو ته يې رسيدنه شوې. د لوی پامير د خلکو په نمايندګي ښاغلي ایگمبردی خبرې وکړې، نوموړي د اسلامي امارت له لوري د کوچني پامير د لارې رغولو، مخابراتي خدماتو فعالولو او هڅو قدرداني وکړه او زياته يې کړه چي د لوی پامير د خلګو د لارې نشتون او روغتيايي خدمتونو ته نه لاسرسی عمده ستونزې دي چي هيله مند يو اسلامي امارت به ورته لومړيتوب ورکړي. ښاغلي نوري پاميري مشرانو ته ښه راغلاست ووايه او ددوئ غوښتنې يې واوريدې او ويې ويل: د هيواد ټولو محرومو ليرې پرتو سیمو ته اسلامي امارت لومړيتوب ورکوي، نوموړي زياته کړه ددوئ شته ستونزې به له اړوندو ارګانونو سره شرېکې شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د بایزید روښان انستیتیوت کانکور ازموینه واخیستل شوه

۲۶/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ په کابل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند بایزید روښان انستیتیوت د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د نویو زده کړیالانو د جذب په موخه د کانکور ازموینه واخیسته.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۱
Background image

په بلخ ولایت کې یوه ۳۰ کلنه اختلافي موضوع حل شوه

سه شنبه/ ۲۸/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ دبلخ ولایت دسرحدونو،قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو دیو شمېر محلي چارواکو،قومي مشرانو او دیني عالمانو په ملتیا دځمکې پرسر هغه شخړه هواره کړه، چې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په کونړ کې د کورنۍ تاوتریخوالي پرسر راپورته شوې شخړه هواره شوه

شنبه/ ۹/ شوال المکرم/۱۴۴۷ د کونړ ولایت د پېچ درې او وټه پور ولسوالیو د دوو کورنیو ترمنځ د کورني تاوتریخوالي پرسر څه موده وړاندې پېښه شوې شخړه.

یاده شخړه د کونړ د سرحدونو ،قومونو او. . .

BACK TO NEWS

User account menu