د قومي شوراګانو مشرانو او استازو د سولې په اړه خپلې طرحې او نظریات د وزارت له مشرتابه سره شریک کړل!

mobta-af
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۴ - ۱۰:۱۳
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محمد شفیق ګل آغا شېرزي نن سې شنبې د ۱۳۹۸ لمریز کال د مرغومي میاشتې پر ۳ مه نېټه د هېواد د بېلابېلو قومي شوراګانو له مشرانو او استازو سره د وزارت د کنفرانسونو په تالار کې وکتل.

په دې کتنه کې د وزارت مسلکي مرستیال ښاغلي ډاکټر فریدون بارکزی، د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ مرستیال ښاغلي محمد یعقوب احمدزي، د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ رئيس ښاغلي نیاز محمد امیري او یو شمېر سلاکارانو او ریسانو هم ګډون درلود.

په پیل کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محمد شفیق ګل آغا شېرزي د سولې د ټينګښت په تړاو خبرې وکړې وې ویل: سوله یو الهي نعمت دی، په دې کې هیڅ شک نشته، چې سوله زموږ اساسي غوښتنه ده، خو دا یو عملي او همغږي کار او هڅو ته اړتیا لري د تلپاتې سولې ټینګښت د یوې ټولنیزې غوښتنې او اړتیا په توګه په موږ ټولو افغانانو پورې تړاو لري موږ اوتاسو هر یو باید په دغه برخه کې خپلې هڅې ونه سپموو لکه دا نن، چې سره راټول شوي یو د سولې په اړه خبرې کوو او په دې اړه طرحې سره شریکوو او نظرونه تبادله کوو، موږ باید تل په دوامداره توګه سره غونډې ولرو، ترڅو په دې برخه کې د ژورو خبرو او بحثونو وروسته نظرونه او غوښتنې راټولې او له ولسمشر سره یې شریکې کړو.

همدا راز ښاغلي محمد شفیق ګل آغا شېرزي زیاته کړه موږ مخکې هم د هېواد له ملي شخصیتونو، مطرحوسیاسیونو، دیني عالمانو، مخورو، مدني فعالانو او له قومي مشرانو سره د سولې د ټینګښت په اړه خبرې کړي او په دې برخه کې مو نه ستړې کیدونکې هلې ځلې ترسره کړي دي.

ورپسې د قومي شوراګانو یو شمېر استازو هم خبرې وکړې او د سولې په اړه یې خپلې طرحې، نظرونه او وړاندیزونه د وزارت له مشرتابه سره شریک کړل او غوښتنې یې دا وې، چې یادې طرې دې په راتلونکي کې له افغان ولسمشر سره شریکې شي.

وروسته د وزارت مسلکي مرستیال ښاغلي ډاکټر فریدون بارکزي او د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ مرستیال ښاغلي محمد یعقوب احمدزي هم په خپلو خبرو کې د سولې د ټینګښت په برخه کې دوزارت تېرو هڅو ته په اشارې سره وویل: د سولې او ملي یووالي په ټینګښت کې د قومي شوراګانو رول له ارزښته ډک دی او له قومي مشرانو څخه یې وغوښتل، چې په ملي مسایلو کې دې د وزارت سره په همغږي توګه ګډ کار هلې ځلې وکړي.

نوموړو همدا راز زیاته کړه، چې ستاسو درنو مشرانو طرحې اغېزمنې دي او د ټولو نظرونو او وړاندیزنو د راټولولو وروسته به یې له افغان ولسمشر سره شریکې کړي.

غونډه په هېواد کې د تلپاتې سولې په دعايې سره پای ته ورسیده

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۰:۲۹
Background image

کاپيسا او هلمند کې مسؤلينو د څلورو مرورو کورنيو ترمنځ پخلاينه رامنځته کړه

 

سه شنبه ۱۶ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د کاپيسا ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت آمر د خپلو کوششونو په پايله کې د مرکز اړوند شوخي سيمه کې د دوو کورنيو ترمنځ د تېرو ۷ کلونو په دوام. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۵:۰
Background image

د خوست او پکتیا د دوو کورنیو ترمنځ ۱۹ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

 

دوشنبه ۱۵ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د خوست ولایت د اسماعیل خېلو او مندوزیو او د پکتیا د ګردې څېړۍ اړوند د دوو کورنیو ترمنځ هغه ۱۹ کلنه دښمني، چې د دوو کسانو د وژل کېدو لامل شوې وه د خوست. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۳:۵۸
Background image

بادغيس کې د ۴۵ کلنې بدي سربېره بلخ کې ۱۸ کلنې شخړې څنګه پای وموند

 

دوشنبه ۱۵ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د بادغيس ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رئيس مولوي محمد قاسم ضمير په مشري د ديني عالمانو او قومي مشرانو په هڅو په دې ولايت کې د دوو کورنيو ترمنځ د. . .

BACK TO NEWS

User account menu