د قومي شوراګانود انسجام په موخه دویمه ګډه ناسته!
یاده ناسته د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ معین ښاغلي محمد یعقوب احمدزي په مشرۍ نن دوشنبه د۱۴۰۰لمریزکال د چنګاښ پر7 مه نېټه جوړه شوه، چې پکې د وزارت پر یو شمېر رئیسانو سربېره د کلیو بیا رغوني او پراختیا، ارشاد، حج او اوقافو، ښځوچارو، د سولې په چاروکې د دولت وزارتونو او د سیمه ییزو ارګانونو آدارې استازو ګډون کړی و.
د قومي شورګانو د انسجام په لومړۍ غونډه کې د یوې واحدې طرحې د شتون، د قومي شوراگانو د ارزښت او جوړېدو، تریوه واحد چترلاندې د دیني عالمانو او قومي شوراګانو د راټولېدو، ترمنځ یې د انسجام له لارې د ستونزو د حل، له جرګو او شوراګانو څخه د مثبتو پایلو د ترلاسه کولو په څرنګوالي، له نظام څخه د قومي جرګو او شوراګانو د ملاتړ په اړه بحث او خبرې شوې وې، چې د وزارتونواستازو په خپله برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی و او په دې برخه کې په ګډو هڅو او همغږۍ ټینګارشوې و، خو په دویمه غونډه کې بیا د همدغو مواردو لپاره د مقدماتي کړنو په ترسره کولو بحث او نظرونه سره تبادله شول.
د یادونې وړ ده، چې د قومي شوراګانو د انسجام په موخه به ناستې او غونډې دوام ولري
