د قومونو تر منځ د یووالي او همغږۍ غونډه تر سر لیک لاندې غونډه تر سره شوه!

mobta-af
یکشنبه ۱۴۰۰/۱۱/۲۴ - ۲۲:۲۰
mobta

د افغانستان د اسلامي امارت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزرات نن یکشنبه د 1400 لمریز کال د سلواغې پر 24 مه، چې د 1443 هجری قمري کال د رجب المرجب میاشتي له 11 مه نیټې سره سمون خوري په کابل کې رابللې وه.

په دې غونډه کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست ښاغلي ملا نورالله نوري، د وزارت مسؤلينو، د اسلامي امارت یو شمیر مشرانو، دیني عالمانو، د قومي شوراګانو مشرانو، قومي مخورو، ځوانانو او د رسنيو استازو ګډون کړی وو.

په پیل کې د وزارت مقام د دفتر رئیس ښاغلي شیخ حضرت ولې حقاني د غونډي ګډونوالو ته ښه راغلاست ووايه. وې ویل: چې اوس مهال د هیواد د آبادۍ وخت دی خنډونه له مخي لرې شوي ، باید خپل وس، استعداد او اهلیت د دی هیواد لپاره مصرف کړو.

m

دغه راز د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ معین ښاغلي احمد طه قادري هم چې د جهاد د موخو په اړه یې وینا کوله وویل: چې د جهاد موخه اسلامي نظام، ملي هویت، ملي حاکمیت او ملي استقلال و ، چې ورته رسیدلي یو. اوس به سره مشوري کوو چې څنګه چاري مخ ته یوسو او څنګه د نظام بقا وساتو.

دغه راز د افغانستان د اسلامي امارت د کرنې او مالدارۍ وزیر ښاغلي مولوي عبدالرحمن راشد غونډې ته په وينا کي وويل: افغانستان زراعتي هيواد دی خلګ يې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي نوموړي د هيواد ميشتو قومونو ته ډاډ ورکړ چي د مرنې او مالدارۍ په برخه مي به ورسره پوره همکاري کوي. د قومي مخورو له جملې څخه څو تنو مشرانو ويناوې وکړې او د اسلامي امارت څخه يې خپل ملاتړ اعلان کړ او په نړیوالو یې غږ وکړ چې د افغانستان د خلکو کنګل شوې شتمني دي ژر تر ژره ازاده کړي.

ورپسې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست ښاغلي نورالله نوري د ټولو ګډونوالو له راتګ څخه مننه وکړه او ښه راغلاست یې ورته ووایه نوري صاحب د خبرو په جريان کي د 20 کلن اشغال پر مهال ګنو ستونزو ته اشاره وکړه او زياته يې کړه چې د اشغال او له امله یې د راټوکیدلو ګڼو ستونزو پر وړاندې د افغان ولس سرښندونکو بچیانو جهاد پیل کړ ، چې د قربانیو په پایله کې یې هغه ستونزي حل شوي دی ، کفارو ماتي خوړلی ، آزادي او استقلال مو تر لاسه کړی دی ، هیواد مو له تجزیې څخه ژغورلی ، کورنۍ جګړې نشته او فساد محوه شوی دی.

اوس لله الحمد یو قیادت او یو امارت دی او دا د الله(ج) ستره پیرزوینه ده ، امنیت شته ، اسلامي نظام لرو او وحدت راغلی دی باید شکر يې ادا کړو.

ښاغلي نوري وویل: چې دا نظام یوازې د ملا او طالب ندی دا د ټول افغان ولس نظام دی او د ټولو په قربانیو رامنځته شوی دی لکه څنګه مو چې د هغې د بریا لپاره قرباني ورکوله اوس به یې د ساتلو لپاره قرباني ورکوو.

ورپسې یې د وزارت د تېرو شپږو میاشتو کړنو او فعالیتونو په اړه چې د وزارت مشرتابه او چارواکو د هیواد ګڼ شمېر ولایتونو ته د سفرونو په ترڅ کې له خلکو سره د ملي یووالي او انسجام د ارزښت او اړتیا، ستونزو د اورېدو او هغوی ته یې د اسلامي امارت موخو د تشریح او توضیح په اړه غونډې جوړې کړې لنډ معلومات ورکړل. نوموړي زياته مړه چي يو لوړپوړی هيئت يې د سرحدونو د مسلکي بررسي او معاينې لپاره نهو ولايتونو ته ليږلی چي اوس د ياد هيئت فعاليتونه دوام لري.

ښاغلي نوري صاحب د هيواد دپولو د خونديتابه ډاډ ورکړ او زياته يې کړه چي له ګاونډیانو سره د خپل سیاست او اصولو پر بنسټ حسنه او دوستانه اړیکو ته ژمن یو.

قومونو ته یې ډاډ ورکړ چې وزارت به د اسلامي امارت او قومونو ترمنځ یو پول وي د ستونزو د حل لپاره به یې د خیریه موسسو د مرستو جلبولو هڅه کوي او له اړوند ادارو سره به یې د حل په موخه شریکوي او د افغانستان د اسلامي امارت ښه استازولي به کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۵:۳۲
Background image

ارزګان کې دوه کورنۍ له ۱۳ کلنې دښمنۍ وروسته سره پخلاشوې

 

دوشنبه ۲۷ ربيع الثاني ۱۴۴۷

د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت مسؤلينو د دغه ولايت په ترينکوټ ولسوالي کې د دوو کورنيو ترمنځ هغه ۱۳ کلنه دښمني پای ته ورسوله، چې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۰
Background image

د هيواد په ۳۴ ولايتونو کې د ولسواليو په سطحه د پيل شويو غونډو دوام

 

دوشنبه ۲۷ ربيع الثاني ۱۴۴۷

د هيواد په ۳۴ ولايتونو کې د ولسواليو په سطحه د پيل شويو غونډو په دوام دا ځل د کاپيسا ولايت په نجراب، د کندهار په مرکز، دامان، ښورابک او خاکريز ولسوالي، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۰:۵۶
Background image

په بغلان او بادغيس کې د ولسواليو په کچه ولسي غونډې ترسره شوې

 

پنجشنبه ۲۳ ربيع الثاني ۱۴۴۷

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د پلان سره سم د هيواد په بېلابېلو ولایتونو کې له ولسي خلکو سره د ولسي یووالي او ستونزو د اوريدو په موخه د پيل. . .

BACK TO NEWS

User account menu