د فاریاب په اندخوی کې له آقینې بندر څخه لیدنه وشوه

mobta-af
جمعه ۱۴۰۲/۶/۲۴ - ۸:۳۹
Mobta

۲۷/۲/۱۴۴۵

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست وزیر الحاج ملا نورالله نوري د خپل کاري سفر په ترڅ کې د جوزجان ولایت د اندخوی ولسوالۍ له آقینې بندر څخه لیدنه وکړه. د دغې لیدنې پر مهال د مختلفو شرکتونو او اتحادیو استازو، ځایي مسؤلینو، قومي مشرانو او دیني عالمانو حضور درلود.

د داخله وزارت اړوند د پېښو پر وړاندې د مبارزې رئیس حافظ نورالله ورغلي پلاوي ته د ښه راغلاست په ویلو سره زیاته کړه چې د اندخوی ولسوالي د اشغال په دور کې قربانۍ ورکړې دي او د دوی د امانت داري له برکته د فتحې په وخت کې د آقینې بندر شتمني له چور څخه وساتل شوه.

د تجارانو، اتحادیو او قومي مشرانو په استازیتوب څو تنو خبرې وکړې په یاد بندر کې یې د خپلو ستونزې یاد اوري وکړه، دوی د امارت له مسؤلینو څخه خوښي وښوده او د پورته اسانتیاوو د برابرولو غوښتنه یې وکړه.

وروسته سرپرست وزیر ښاغلي نوري په خپله ځوابي وینا کې له ټولو کاروباریانو او مسؤلینو څخه د حوصله مندي غوښتنه وکړه او د ستونزو د حل په برخه کې یې دوی ته ډاډ ورکړ، نوموړي همداراز زیاته کړه چې دا ستونزې به تر لوړو مقاماتو رسوي او د پر لارو چارو به یې چټک کار کیږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د بایزید روښان انستیتیوت کانکور ازموینه واخیستل شوه

۲۶/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ په کابل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند بایزید روښان انستیتیوت د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د نویو زده کړیالانو د جذب په موخه د کانکور ازموینه واخیسته.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۱
Background image

په بلخ ولایت کې یوه ۳۰ کلنه اختلافي موضوع حل شوه

سه شنبه/ ۲۸/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ دبلخ ولایت دسرحدونو،قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو دیو شمېر محلي چارواکو،قومي مشرانو او دیني عالمانو په ملتیا دځمکې پرسر هغه شخړه هواره کړه، چې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په کونړ کې د کورنۍ تاوتریخوالي پرسر راپورته شوې شخړه هواره شوه

شنبه/ ۹/ شوال المکرم/۱۴۴۷ د کونړ ولایت د پېچ درې او وټه پور ولسوالیو د دوو کورنیو ترمنځ د کورني تاوتریخوالي پرسر څه موده وړاندې پېښه شوې شخړه.

یاده شخړه د کونړ د سرحدونو ،قومونو او. . .

BACK TO NEWS

User account menu