د غصب د مخنيوي کميسیون یو شمېر غړو پروان ولايت ته سفر وکړ

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۴ - ۱۲:۱۵
خبر

يکشنبه ١١ جمادي الثاني١٤٤٥

د غصب د مخنیوي کمېسیون غړو د عدليې وزارت سرپرست وزير مولوي عبدالحکیم شرعي تر مشرۍ لاندې د ښار جوړونې سرپرست وزير مولوي حمدالله نعماني، د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو د سرحدي پلټنو معين الحاج مولوي محمد اسماعيل غزنوي، د کرهڼې وزارت سرپرست مولوي عطاءالله عمري او د غصب د کمېسیون يو شمير نورو غړو د پروان ولايت له والي الحاج عبدالعلي قدرت الله او د غصب د مخنيوي د تخنيکي کمېټې له غړو سره د همغږۍ ناسته تر سره کړه.

په یاده ناسته کې د غصب شويو ځمکو او جايدادونو د دوسيو د څارنې، ترتیب تنظیم او ارزونې په اړه هر اړخیز بحث تر سره شو، ورغلي پلاوي په دې ولایت کې ددې پروسې په تطبيق او چټکتیا کې د یاد ولایت د مسؤلینو همکاري اړینه او د مرستې غوښتنه یې وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د بایزید روښان انستیتیوت کانکور ازموینه واخیستل شوه

۲۶/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ په کابل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند بایزید روښان انستیتیوت د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د نویو زده کړیالانو د جذب په موخه د کانکور ازموینه واخیسته.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۱
Background image

په بلخ ولایت کې یوه ۳۰ کلنه اختلافي موضوع حل شوه

سه شنبه/ ۲۸/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ دبلخ ولایت دسرحدونو،قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو دیو شمېر محلي چارواکو،قومي مشرانو او دیني عالمانو په ملتیا دځمکې پرسر هغه شخړه هواره کړه، چې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په کونړ کې د کورنۍ تاوتریخوالي پرسر راپورته شوې شخړه هواره شوه

شنبه/ ۹/ شوال المکرم/۱۴۴۷ د کونړ ولایت د پېچ درې او وټه پور ولسوالیو د دوو کورنیو ترمنځ د کورني تاوتریخوالي پرسر څه موده وړاندې پېښه شوې شخړه.

یاده شخړه د کونړ د سرحدونو ،قومونو او. . .

BACK TO NEWS

User account menu