د غزني ولايت د امنيتي وضعيت د لا ښه کېدو په موخه امنيتي غونډه جوړه شوه!

mobta-af
دوشنبه ۱۴۰۰/۲/۲۷ - ۱۰:۵۱
mobta

په ياده غونډه کې د سرحدونو او قبايلو چارو وزير ښاغلي محب الله صميم، د ملي دفاع وزارت د لوى درستيز لومړي مرستيال، د غزني مرستيال والي، امنيه قوماندان او د ياد ولايت امنيتي چارواکو او منسوبينو ګډون درلود.

د غونډې ګډونوالو د غزني ولايت د امنيتي وضعيت د لا ښه کېدو په اړه خپل نظريات له يوبل سره شريک کړل او اړوندو امنيتي مسوولينو ته د اړينو لارښوونو ترڅنګ، دنده وسپارل شوه، چې په خپل ټول ځواک سره په دې برخه کې خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي او دښمن ته اجازه ورنکړي چې په دې ولايت کې د خلکو ژوند وګواښي او يا هم ورانکاري فعاليتونه ترسره کړي.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۱۲:۲۰
Background image

لغمان کې مسؤلينو ۱۰ کلنې بدي ته د پای ټکی کېښود

 

سه شنبه ۹ ربيع الأول ۱۴۴۷

د لغمان ولايت دولت شاه ولسوالي په نويا دره کې د دوو کورنيو ترمنځ د پورونو پر سر راپورته شوې لس کلنه بدي د دغه ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمر. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۰ - ۱۴:۳۵
Background image

په نورستان او هرات ولايت کې د اسلامي اخوت او ولسي ستونزو اورېدو غونډې ترسره شوې

 

دوشنبه ۸ ربيع الأول ۱۴۴۷

د نورستان ولایت په کانتیوا او د هرات ولایت په کرخ ولسوالي کې د قومي مشرانو، دیني علماوو او د خلکو د استازو په ګډون پراخې غونډې ترسره شوې. په دغو غونډو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۰ - ۱۱:۲۹
Background image

د زابل ولایت د شاجوی ولسوالي قومي مخورو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو له وزیر سره وکتل

 

دوشنبه ۱۴۴۷ ربیع الاول ۸

نن په کابل کې د زابل ولایت له شاجوی ولسوالي څخه راغلیو علماوو او قومي سپين ږیرو د اسلامي امارت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو له وزیر الحاج ملا نورالله. . .

BACK TO NEWS

User account menu