د شریعت د احکامو د نفاذ په موخه د کندز، پنجشېر، میدان وردګو، فاریاب، سمنګان او بلخ ولایتونو په یو شمېر ولسوالیو کې ولسي غونډې ترسره شوې

haqani_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۰:۵۴
د شریعت د احکامو د نفاذ په موخه د کندز، پنجشېر، میدان وردګو، فاریاب، سمنګان او بلخ ولایتونو په یو شمېر ولسوالیو کې ولسي غونډې ترسره شوې

 

پنجشنبه، ۱۱ ربیع الآخر ۱۴۴۸ هـ.ق

د اسلامي نظام تر چتر لاندې د شریعت د احکامو د نفاذ او له ولسونو سره د لا ښې همغږۍ په موخه د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو دویمي واحدونو له لوري د کندز ولایت د لومړۍ حوزې، د پنجشېر ولایت په عنابه او شتل ولسوالیو، د میدان وردګ ولایت په جلریز او جغتو ولسوالیو، د فاریاب ولایت په بندر ولسوالۍ، د سمنګان ولایت په روی دو آب ولسوالۍ او د بلخ ولایت په کلدار او شورتپې ولسوالیو کې ولسي غونډې ترسره شوې. په دغو غونډو کې سیمه‌ ییزو قومي مخورو، دیني عالمانو، د ولسونو استازو، ځوانانو او د بېلابېلو ادارو مسؤلینو ګډون کړی و.

دیني عالمانو او د ولسونو استازو په خپلو خبرو کې د اسلامي نظام ملاتړ څرګند کړ او ویې ویل چې خلک د امنیت، ثبات او ټولنیز نظم د ټینګښت په برخه کې د اسلامي امارت له مسؤلینو سره همکارۍ ته چمتو دي. هغوی د بېلابېلو قومونو ترمنځ د ګډ ژوند، متقابل درناوي او همکارۍ موجوده فضا مهمه وبلله او په ورته مهال یې د عامه خدمتونو د پراختیا، د خلکو د اړتیاوو د حل او د سیمو د پرمختګ په تړاو خپلې ستونزې او غوښتنې له مسؤلینو سره شریکې کړې.

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو مسؤلینو په دغو غونډو کې د ولس د ستونزو اورېدلو ترڅنګ وویل، د اسلامي نظام د لا پیاوړتیا او د شریعت د احکامو د سم تطبیق لپاره د ولس او مسؤلینو ترمنځ نږدې همغږي او متقابله همکاري اړینه ده. هغوی ټینګار وکړ چې دیني عالمانو، قومي مشران او مخور د ولسونو د یووالي، د اختلافاتو د مخنیوي او د ستونزو د حل په برخه کې مهم رول لري. مسؤلینو د جهادي اثارو او ارزښتونو د ساتنې قانون او د ۱۳مې او ۱۷مې ګڼو فرمانونو د رعایت او عملي کېدو په اړه هم معلومات وړاندې کړل او ویې ویل چې د خلکو غږ به اړوندو ادارو ته رسېږي او د شته امکاناتو په چوکاټ کې به یې د ستونزو د حل لپاره لازم اقدامات ترسره شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۰:۵۴
Background image

په کندز او بدخشان کې د مسؤلينو له لوري د جلاجلا شخړو حل

 

يکشنبه ۱۴ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د کندز ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست د استازو او قومي مشرانو د هڅو په پايله کې د دغه ولايت په خان آباد ولسوالي کې د يوې مېرمنې د ټپي کېدو له. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۸:۴۸
Background image

په خوست کې د دوو کورنیو ترمنځ  ۳۵ کاله وروسته روغه جوړه وشوه

 

شنبه ۱۳ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د خوست ولایت مرکز کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه ۳۵ کلنه دښمني، چې د دوو کسانو د وژل کېدو ترڅنګ یې دواړو کورنیو ته مالي زیانونه هم اړولي وو، د یاد ولایت د سرحدونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۸:۴۳
Background image

د زابل ولایت په خاک افغان ولسوالۍ کې د شریعت د احکامو او د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د فرمانونو د تشریح په موخه ولسي غونډه وشوه

 

شنبه ۱۳ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د زابل ولایت په خاک افغان ولسوالۍ کې د اسلامي نظام تر چتر لاندې د شریعت د احکامو د پلي کېدو، د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د (۱۳) او (۱۷) ګڼو فرمانونو د. . .

BACK TO NEWS

User account menu