د سولې د ټینګښت لپاره تلپاتی اوربند اړين دی!

mobta-af
یکشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۰ - ۱۰:۱۱
mobta

سوله یوه ټولنیزه غوښتنه او د افغانانو ستره هیله ده، له سولې پرته ژوند ارزښت نه لري، سوله باید د شعار له دایرې څخه راووځي د افغانستان ټول قومونه پرته له ژبنیو، قومي او سیمه ییزو توپیرونو په هېواد کې په عملي توګه د سولې ټینګښت ته ملا وتړي، ترڅو په هېواد کې یوې عادلانه او منطقي سولې ته لاره هواره شي دا کار هله ترسره کیږي، چې د دولت مخالفین ترهرڅه مخکې د افغانستان د خلکو اساسي غوښتنې ته، چې هغه په هېواد کې تلپاتې اوربند دی لبیک ووايي.

د سولې په تینګښت کې دیني عالمان، قومي مشران او ټول ولس د ملا د تیر حیثیت لري، د دوې ونډه له ارزښته ډکه ده، دې چارو ته په کتو سره د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د هېواد په مرکز او بېلابېلو ولایتونو کې د سولې د ټينګښت په موخه کنفرانسونه او ولسي غونډې جوړې کړي دي او د قومي مشرانو په ګډون یې د هېواد بېلابېلو اقشارو سره له نږدې کتلي او دوې یې د سولې په ټینګښت کې هلوځلو او د نظام او ملي امنیتي ـ دفاعي ځواکونو ملاتړ ته رابللي او دغه لړۍ اوس هم روانه ده.

قومي مشران او دیني عالمان کولاې شي په خپلو سیمو کې د خپلو قومي او دیني ظرفیتونو څخه په استفادې سره د سولې په ټینګښت کې رغنده رول ولوبوي او د دولت مخالفین اړباسي ترڅو اوربند وکړي.

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د دولت پر وسله والو مخالفینو غږ کوي، چې د ټوپک او زور له لارې به هېڅلکه هم خپلو موخو ته ونه رسيږي، افغانان له هرڅه نه مخکې اوربند غواړي دوی ته په کار ده، چې خپلې غوښتنې د خبرو له لارې مطرح کړي.

دغه راز افغان ولس ته په کار ده، چې په روانو حساسو حالاتو کې د خپل منتخب نظام او دولت ملاتړ وکړي او دهېواد په بېلابېلو ولایتونو او ولسوالیو کې د خپلو زړه ورو ملي امنیتي ځواکونو ترڅنګ ودریږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د بایزید روښان انستیتیوت کانکور ازموینه واخیستل شوه

۲۶/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ په کابل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند بایزید روښان انستیتیوت د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د نویو زده کړیالانو د جذب په موخه د کانکور ازموینه واخیسته.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۱
Background image

په بلخ ولایت کې یوه ۳۰ کلنه اختلافي موضوع حل شوه

سه شنبه/ ۲۸/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ دبلخ ولایت دسرحدونو،قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو دیو شمېر محلي چارواکو،قومي مشرانو او دیني عالمانو په ملتیا دځمکې پرسر هغه شخړه هواره کړه، چې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په کونړ کې د کورنۍ تاوتریخوالي پرسر راپورته شوې شخړه هواره شوه

شنبه/ ۹/ شوال المکرم/۱۴۴۷ د کونړ ولایت د پېچ درې او وټه پور ولسوالیو د دوو کورنیو ترمنځ د کورني تاوتریخوالي پرسر څه موده وړاندې پېښه شوې شخړه.

یاده شخړه د کونړ د سرحدونو ،قومونو او. . .

BACK TO NEWS

User account menu