د سلواغې د۲۶مې په مناسبت د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو د سرپرست وزير پيغام

mobta-af
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱۱/۲۶ - ۲۰:۳
m

نحمده و نصلی علی رسوله الکریم

اما بعد!

د افغانستان مؤمن، غیور، او جهاد پال ولس ته!

اَلسَّلَامُ عَلَیْکُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَکَاتُه

په ۱۳۵۸ هجري لمریز کال د مرغومې (جدي) میاشتنې په شپږمه د خپل وخت د نړۍ ستر زبرځواک شوروي اتحاد په ډېره ظالمانه توګه او د نړۍ د ټولو اصولو او قوانینو خلاف، د افغانستان پر پاکه خاوره یرغل وکړ، زموږ کلي او کورونه يې بمبارد کړل، جوماتونه يې شهيدان او ملي تأسيسات یې ویجاړ کړل.

خو افغان بهادر، پر اسلام او خپلواکۍ مين ولس د سرونو په بيه چي يو نيم ميلون شهيدان یې ورکړل او بلاخره د دغو قربانيو په پایله کي الله تعالی دغه ستر زبرځواک په افغانستان کې په ګونډو کړ.  د شوروي اتحاد سرې لښکرې تر ۱۰ کلن جهاد او قوي مقاومت وروسته د ۱۳۶۷ کال د سلواغې په ۲۶ مه د افغانستان له پاکې خاورې څخه سر ټيټي ووتلې.

دا چي امريکا او ناټو هم له تاريخ څخه درس وانخيست او د مکناټن او ګورباچوف پر پلونو زموږ پر خاوره او وطن يرغل وکړ او د وحشت او بربريت نوی باب يې پرانيست‌.

زموږ هېوادوال يې بې درېغه تر تېغ تېر او پر مظلوم ولس يې چپه ميچنې تاوې کړې. کله چي د ا.ا.ا په قیادت  کې افغان مجاهد ولس د خونخوارې امریکا او ورسره ناټو اتحاد د شل کلن سپیڅلي او بې‌ساري جهاد په پایله کې پر ګونډو او هېواد یې ددوی له ناولو او شریرو قدمونو ازاد کړ.

ددې ستر نعمت د شکر ادا کولو سره سره باید اوس د هېواد د بیا رغونې، یووالي او د همدې لاسته راغلي نعمت (خپلواکي) په سمه توګه ساتنه وکړو ،

د افغانستان اسلامي امارت په ځانګړې ډول د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت دې‌ته ژمن ده چې د قومونو او ولسونو ترمنځ د یووالي په رامنځ ته کولو کې په ګډه ددې هېواد په هر اړخيزه پرمختیا او سمسورتیا کې ونډه واخلي، او د هېواد ځمکنۍ بشپړتیا او ملي ارزښتونو څخه د دفاع انګېزه تل په ولسونو کې تازه و ساتي .

د افغانستان اسلامي امارت د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۵:۳۲
Background image

ارزګان کې دوه کورنۍ له ۱۳ کلنې دښمنۍ وروسته سره پخلاشوې

 

دوشنبه ۲۷ ربيع الثاني ۱۴۴۷

د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت مسؤلينو د دغه ولايت په ترينکوټ ولسوالي کې د دوو کورنيو ترمنځ هغه ۱۳ کلنه دښمني پای ته ورسوله، چې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۰
Background image

د هيواد په ۳۴ ولايتونو کې د ولسواليو په سطحه د پيل شويو غونډو دوام

 

دوشنبه ۲۷ ربيع الثاني ۱۴۴۷

د هيواد په ۳۴ ولايتونو کې د ولسواليو په سطحه د پيل شويو غونډو په دوام دا ځل د کاپيسا ولايت په نجراب، د کندهار په مرکز، دامان، ښورابک او خاکريز ولسوالي، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۰:۵۶
Background image

په بغلان او بادغيس کې د ولسواليو په کچه ولسي غونډې ترسره شوې

 

پنجشنبه ۲۳ ربيع الثاني ۱۴۴۷

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د پلان سره سم د هيواد په بېلابېلو ولایتونو کې له ولسي خلکو سره د ولسي یووالي او ستونزو د اوريدو په موخه د پيل. . .

BACK TO NEWS

User account menu