د سرحدي پلټنو مرستیال الحاج مولوي محمد اسماعیل غزنوي له مل پلاوي سره کنړ ولایت ته سفر وکړ

khoram_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۸ - ۸:۵۵
لیدنه

 

چهارشنبه ۱۳ شعبان ۱۴۴۶

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو مرستیال الحاج مولوي محمد اسماعیل غزنوي او مل پلاوي کنړ ولایت ته د سفر پر مهال د کنړ ولایت له والي الحاج مولوي قدرت الله ابوحمزه سره وکتل.

په دغه کتنه کې ښاغلي غزنوي د یاد ولایت له والي ابوحمزه سره په دې ولایت کې ډېورنډ فرضي کرښې ته څېرمه ولسونو ته د امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې د اسانتیاوو د برابرولو په هکله خبرې وکړې.

 ښاغلي غزنوي د کنړ له والي وغوښتل چې د امیرالمؤمنین حفظه الله ددې حکم د ښه تطبیق، شفافیت او خلکو ته د حق رسولو په برخه کې دې له دوی سره نوره همکاري وکړي، چې د یاد ولایت د والي ښاغلي ابو حمزه لخوا پوره ډاډ ورکول شو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۱۶
Background image

کندهار کې مسؤلينو دوه کورنۍ سره پخلا کړې

 

 پنجشنبه ۲۷  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

د دغه ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلينو د قومي مشرانو او مصلحينو په ملتيا تخته پل ولسوالي کې د دوو کورنيو ترمنځ د څه کم دوه کلونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۵:۲۶
Background image

کنړ کې ۲۰ کلنه شخړه په سوله ييز ډول هواره شوه

چهار شنبه ۲۶ جمادی الآخرة ۱۴۴۷ د ياد ولايت مرکز اړوند د دوو کورنيو ترمنځ د شاوخوا شلو کلونو اوږدمهاله شخړه، چې د ځينو ځمکو او بانډو پر سر رامنځته شوې وه او ګڼ اختلافات يې را پارولي وو.د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۱:۴
Background image

لغمان کې د ۴۰ کلنې بدي ترڅنګ جوزجان کې ۱۵ کلنه او پروان کې ۸ کلنه شخړه حل شوه

 

سه شنبه ۲۵ جمادی الآخرة ۱۴۴۷

د لغمان ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت آمر مولوی نورالهادي چپاو په مشري د قومي مشرانو، ديني عالمانو او ځايې خلکو په منځګړيتوب د دوو کورنيو. . .

BACK TO NEWS

User account menu