د سرحدي پلتنې نوی رئیس د وزارت کارکوونکو ته ور وپېژندل شو

mobta-af
پنجشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۱ - ۱۷:۴۳
mobta

پنجشنبه/۲۱/شوال المکرم/۱۴۴۴

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو او بررسیي معینیت اړوند د سرحدي پلټنو نوی ټاکل شوی رئیس انجینیر غلام صدیق سباوون د یوې غونډې په ترڅ کې د وزارت کار کوونکو ته ور وپېژندل شو. په دغه غونډه کې د یاد وزارت د دفتر رئیس شیخ حضرت ولي حقاني، د بشري سرچینو رئیس مولوي کریم شاه تیلوي، د داخلي تفتیش رئیس مولوي نیاز محمد تقي، د پلان او پالیسۍ رئیس مولوي نیک محمد افغاني، د سرحدي تخطیو د کشف رئیس مولوي نصیراحمد منصور او د وزارت کارکوونکو ګډون کړی وو. په پیل کې د وزارت د دفتر رئیس ښاغلي حقاني د اسلامي نظام په چوکاټ کې دنده اجرا کول یو لوی مسؤلیت یاد کړ او خپله دنده یې د ملت او نظام یو امانت یاده کړه. هغه د جهاد په دور کې د نوي ټاکل شوي رئیس د خدمتونو یادوونه وکړه او هغه یې د اسلامي نظام او عقیدې یو کلک دفاع کوونکی یاد کړ. هغه همدا راز وویل: نوی ټاکل شوی رئیس د انجینیري په برخه کې د لیسانس سند لري او ترڅنګ یې یو تجربه کاره، متقي او وړ کس دی تل په خپلو چارو کې ورته بریالیتوب او توفیق غواړو. ورپسې د بشري سرچینو رئیس ښاغلي تیلوي د یاد رئیس د مقررۍ په اړه د ریاست الوزاء حکم په لوړ غږ ټولو ګډونوالو ته واوراوه او وروسته یې د تقاعد شوي پخواني رئیس برید جنرال فضل احمد داور له ستړیاوو او خدمتونو څخه مننه وکړه او نوي ټاکل شوي رئیس ته یې په ورسپارل شوي مسؤلیت کې د توفیق غوښتنه وکړه. په پای کې د سرحدي پلټنو نوي رئیس ښاغلي سباوون وویل: زموږ قربانۍ، د ولس څخه دفاع او نور هرڅه د اسلامي نظام د قائمولو او په هیواد کې د الله ج د شریعیت د پلي کولو لپاره وو. هغه له مسؤلینو څخه مننه وکړه چې پر نوموړي یې باور وکړ او دا مسؤلیت ور وسپاره.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۹:۴۱
Background image

کندوز کې قومي مشرانو د اسلامي امارت له کړنو ستاينه وکړه

 

دوشنبه ۲۰ ربيع الثاني ۱۴۴۷

په کندوز ولایت کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له لوري د ولسي خلکو او مسؤلینو ترمنځ د ملت د اتحاد، اسلامي نظام بقاء او د ولس هوساينې غونډه کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۱ - ۱۳:۴۴
Background image

بلخ کې د ميراث پر سر راپورته شوې ١٨ کلنې شخړې ترڅنګ ننګرهارکې هم شخړه هواره شوه 

 

دوشنبه ۲۰ ربيع الثاني ۱۴۴۷

د بلخ ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو د دغه ولايت مزارشریف ښار په نهمه  ناحيه کې د يوې کورنۍ د څو غړو ترمنځ  د ميراث پر سر راپورته. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۱ - ۱۳:۲۶
Background image

په ولسواليو کې د مسؤلينو له لوري له خلکو سره د ولسي يووالي غونډې

 

دوشنبه ۲۰ ربيع الثاني ۱۴۴۷

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په مشري په ولايتونو کې د محلي ادارو په همغږۍ  له ولسي خلکو سره د ولسي یووالي او ستونزو د اوريدو په موخه پيل شويو. . .

BACK TO NEWS

User account menu