د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزیر محترم ملا نورالله نوري صاحب د ختيځ زون خالدبن وليد قول اردو له مسؤل محترم مولوي عبدالصبور (ابودجانه) سره د قول اردو په قومندانۍ کي وکتل.

ښاغلي نوري صاحب لغمان ته د رسمي سفر پر مهال د قول اردو له مسؤل مولوي ابودجانه سره وکتل او د سرحدونو د امنيتي وضعيت په اړه يې تفصيلي خبرې اترې وکړې.
د ښاغلي ابودجانه په وينا په سرحدي لواګانو کې يې امنيتي ځواکونه فعال حضور لري او د هر راز تجاوز او تخطي په صورت کي ځوابي عکس العمل ته اماده دي.
محترم نوري صاحب په سرحدي سيمو کي د ګډې همکارۍ او هماهنګي رامنځ ته کولو هوډ څرګند کړ.