د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مشرتابه او قومي مشرانو د ولسمشریزو ټاکنو د لومړنیو پایلو د اعلان هر کلی وکړ!

mobta-af
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱۰/۳ - ۱۰:۹
mobta

 

دلته د سرحدونو او قبایلو چارو په وزارت کې په همدې اړه نن دوشنبه د۱۳۹۸ لمریز کال د مرغومي پر۲ نېټه مطبوعاتي کنفرانس جوړ شو.

په دې مطبوعاتي کنفرانس کې ،چې د ولسمشریزو ټاکنو د لومړنیو پایلو څخه د هر کلي په مناسبت جوړ شو، د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محمد شفیق ګل اغا شېرزي، معینانو، سلاکارانو، قومي مشرانو، د لسګونو قومي شوراګانو مشرانو او د رسنیو استازیو ګډون کړی و.

په پیل کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محمد شفیق ګل اغا شېرزي خبرې وکړې وې ویل: چې موږ ټول پوهېږو، چې وضعیت څه ډول دی، دا چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون لومړنۍ پایلې اعلان کړې، په دې سره د خلکو اندیښنې رفع شوې ، چې مننه ورڅخه کوو. منتظر به وو، چې په راتلونکي کې څه کېږي، خو موږ او شوراګانې باید په ګډه، د سیاسیونو تر منځ د اتفاق لپاره کار وکړو.

د ښاغلي شېرزي خبرې پر سولې، ښې حکومتولۍ، یووالي او ګډ کار راڅرخېدلې غوښتنه یې دا وه، چې ټول په ګډه د افغانستان د پرمختګ او سولې لپاره کاروکړو.

ورپسې د وزارت مسلکي معین ښاغلي ډاکتر فریدون بارکزي پخپلو خبرو کې د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنیو پایلو د اعلان له امله د وزارت او لسګونه قومي شوراګانو په استازیتوب په کوردننه او بهر مېشت درانه ولس، امنیتي ځواکونو، د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشرتابه او کارکوونکو ته مبارکي وویله:وې ویل: د افغانستان ولس د ټاکنو له خپلواک کمیسیون څخه پخوا هم انتظار درلود، چې پایلې ژر تر ژره له قانون سره سم اعلان کړي او اوس یې هم هرکلی کوي.هغه زیاته کړه چې افغان ولس له قومي، سیمه ییزو او ژبنیو ملحوظاتو پرته په سختو حالاتو کې خپلې رایې وکارولې چې د تاریخ په زرینو کرښو کې به ثبت شي.غوښتنه یې دا وه چې نور باید د غیر اصولي، غیر قانون غوښتنو پرځای اساسي قانون، اسلامي جمهوریت او د هېوادوالو رایو او نظریاتو ته باید احترام وکړو.

او د بین الافغاني سولې لپاره د خپل دود او دستور سره سم د بهرنیو هېوادونو پرځای د خپل ګران هېواد د یوې مختصرې جرګې له لارې دا د غم لړۍ او غم ځپلي ناورین ته د تل لپاره د پای ټکی کېږدو.
له طالبانو یې وغوښتل، چې افغان ولس تر هرچا زیات سولې ته سترګې پر لارې دی او هیله مو دا ده ،چې د راتلونکي دراتلونکي ولسمشر او د خپلو وروڼو او افغانانو سره کښیني او د هېوادوالو ارمانونه چې تلپاتې سولې لپاره یې لري او د اسلام د سپیڅلي دین ارشادات، چې سوله یې خیر بللې ده عملي کړي او پدې پروسه کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د علمای کرامو او قومي مشرانو په مرسته د ښاغلي ګل اغا شېرزي تر مشر تابه لاندې هر ډول مینځګړیتوب او مرستې ته حاضر دي.

همدا راز د قومي شوراګانو په استازیتوب ښاغلي ډاکتر عظیم خنجاني او د قبایلو په استازیتوب ښاغلي زرجان شینواري خبرې وکړې وې ویل:چې کمېسیون د ولسمشرۍ نوماندانو په خوښه او رایو رامنځته شوی باید یې پر باور وشي. دوی همدا راز د لومړنیو پایلو له اعلان څخه خپل ملاتړ څرګند کړ، له کمېسیون څخه یې مننه وکړه او په وروستیو پایلو باندې د ډاډه کارکولو په برخه کې د ملاتړ ډاډ ورکړ.

له راتلونکي ولسمشر څخه یې غوښتنه داوه چې د سولې لپاره کار وکړي. ټینګاړ یې وکړ، چې د ولسونو په ملاتړ د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت کولای شي د سولې د ټینګښت په برخه کې ښه کاروکړي.ځکه چې د قومونو له ملاتړ څخه برخمن دی.
کنفرانس په هېواد کې د سولې د ټینګښت په دعا پای ته ورسېد.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۱:۱۴
Background image

په ننګرهار کې د قتل یوه موضوع حل شوه

 

شنبه/ ۱۷ / شوال/۱۴۴۷
د ننګرهار ولایت مهمندرې ولسوالۍ د دوو کورنیو ترمنځ څه موده وړاندې د ماشومانو پر سر پېښه شوې فزیکي شخړه، چې له امله یې یو تن وژل شوی هم و، تېره ورځ د یوې دودیزې
. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۴:۳۵
Background image

په کونړ ولایت کي د کنړ او نورستان له دیني عالمانو، قومي متنفذینو او ځوانانو سره د اسلامي نظام د دفاع د قدرداني په موخه غونډه تر سره شوه

 شنبه/١٧/ شوال/ ۱۴۴۷

د کونړ او نورستان قومي متنفذینو او مخورو نن له غرمې وړاندې د یوې ناستې پر مهال یو وار بیا ډاډ څرګند کړ، چې دوی د نظام ترڅنګ ولاړ دي او په کلکه به یې د هر دُښمن پر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۴:۳۲
Background image

د ننګرهار ولایت له علماوو، قومي متنفذینو، پوهنتون استادانو او ځوانانو سره له اسلامي نظام څخه د دفاع لپاره له درنو خلکو سره غونډه تر سره شوه

 جمعه/۱٦/ شوال/ ۱۴۴۷

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري د یوه پلاوي په مشري، چې د یاد وزارت د جرګو او قبایلو چارو معین الحاج مولوي محمد علي جان احمد، د امربالمعروف. . .

BACK TO NEWS

User account menu