د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدونو د بر رسي لپاره يو هيئت د هيواد سهيل او لويديځ ته ولېږل شو.

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د يوې عاجلې اداري غونډي په ترڅ کي تصميم ونيو چي سهيلي او سهيل لويديځو سرحدي ولايتونو ته يو جګ پوړي هيئت وليږي.
غونډه د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د سرپرست وزير محترم ملا نورالله نوري صاحب تر مشري لاندي تر سره شوه چي د جرګو او قبايلو د همغږۍ معين مولوي احمد طه قادري او د وزارت رئيسانو هم پکي ګډون درلود.
د فراه ولايت تر څنګ د هرات، نيمروز، هلمند، زابل او کندهار سرحدي ولايتونو د سرحدي نقاطو د بر رسي او هلته د موجودو ستونزو د حل په موخه يو دري کسيز هيئت تعين شو چی ځيني مسلکي او تخنيکي همکاران به يې هم ملتيا کوي. ددې هيئت مشري چي د جرګو او قبايلو د همغږۍ رئيس مولوي محمد اسماعيل صاحب کوي له پلان سره سم پرون يکشنبه خپل کاري سفر پيل کړ.