د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت او د کوچیانو چارو سمون لوی ریاست سره ګډ کاري اړخونه لري!

mobta-af
چهارشنبه ۱۳۹۸/۸/۱۵ - ۱۱:۳۶
mobta

دغه خبره نن د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر محترم محمد شفیق ګل آغا شېرزي د کوچیانو چاور له لوی ریس ښاغلی استاد حبیب الرحمن احمد زي سره د خپل کار په دفتر کې په داسې حال کې، چې د وزارت محترم معینان هم حاضر وو، څرګنده کړه.

په دې کتنه کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر په خپلو خبرو کې وویل: دواړه ادارې کولاې شي د سولې او ملي یووالي د ټینګښت او نورو ملي مسایلو په برخو کې ګډ کار وکړي.

ورپسې ښاغلي احمد زي د سولې، ملي یووالي او د هېواد په بیا رغونه کې د ښاغلي شېرزي هلې ځلې وستایلې او د دواړو ادارو ترمنځ یې د اړیکو پر پراختیا او ګډو هلو ځلو ټینګار وکړ.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۴:۵۸
Background image

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر د سیاسي چارو له شنونکو، متنفذینو او د پوهنتون له استادانو سره وکتل

پنج شنبه /٢٢/شوال/۱۴۴۷

تېره ورځ له غرمې مخکې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري د سیاسي چارو له یو شمېر شنونکو متنفذینو او د پوهنتون له استادانو سره په خپل کاري. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۴:۵۰
Background image

ارزګان کې د دوه مرورو کورنيو ترمنځ پخلاينه

چهارشنبه ۲۱ شوال المکرم  ۱۴۴۷ 

د ارزګان ولايت په مرکز ترينکوټ کې د دوو کورنيو ترمنځ د تېرې څه مودې څخه راپدېخوا د ځمکو د کروندې په سر خپل منځي جنجالونه روان وو، چې د ارزګان د سرحدونو،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۱:۱۴
Background image

په ننګرهار کې د قتل یوه موضوع حل شوه

 

شنبه/ ۱۷ / شوال/۱۴۴۷
د ننګرهار ولایت مهمندرې ولسوالۍ د دوو کورنیو ترمنځ څه موده وړاندې د ماشومانو پر سر پېښه شوې فزیکي شخړه، چې له امله یې یو تن وژل شوی هم و، تېره ورځ د یوې دودیزې
. . .

BACK TO NEWS

User account menu