د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو په وزارت کې د یاد وزارت د رهبري مسؤلینو، کارکوونکو، او یو شمېر مېلمنو په ګډون د میلادالنبي په مناسبت د قرآن کریم ختم ترسره شو!

mobta-af
چهارشنبه ۱۴۰۱/۷/۲۰ - ۱۲:۱۳
Mobta

١٤٤٤قمري کال د ربيع الااول ١٦

په پيل کې د وزارت مقام د دفتر رئیس ښاغلي شیخ حضرت ولي حقاني په خپلو خبرو کې د مولود شریف د نمانځلو د شرایطو په اړه خبرې وکړې هغه وویل: دغه ورځ باید په یوه ځانګړې ورځ پورې ونه تړل شي ټول کال باید موږ د نبي کریم صلی الله علیه وسلم په سیرت، صورت او فضایلو باندې خبرې وکړو، او مقصود هم دا دی چې د صورت او سیرت په بیان سره یې امت خبر شي.

Mobta

ورپسې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر الحاج ملا نورالله نوري په خپلو خبرو کې وویل چې مراد باید دا وي چې پر رسول صلی الله علیه وسلم باندې درود وویل شي، الله تعالی پر درود ویونکي باندې لس کرته رحمت کوي، ښاغلي نوري زیاته کړه د افسوس ځای دی چې لا تر اوسه هم ډېر خلک د محمد صلی الله علیه وسلم له صورت او سیرت څخه ناخبره دي، د هغه پیغمبر چې هغه خپل امت ته بشپړ دین پرېښود ، هغه ټینګار وکړ چې موږ باید هغه څه تر سره کړو د کوم په کولو چې محمد صلی الله علیه وسلم ټینګار کړی دی، ښاغلي نوري په خپلو خبرو کې د محمد مصطفی ص د اخلاقو، شجاعت، صبر، سخاوت ، تواضع، دعوت ،عبادت او بندګي یعنې له مبعوث کېدو څخه یې په مخکې او وروسته پېښو او واقعاتو باندې هر اړخیزې خبرې وکړې.

Mobta

د ختم په وروستۍ برخه کې د سرحدي پلټنو معین شیخ محمد قاسم خالد د محمد صلی الله علیه وسلم د نسب د سلسلې ، له پیدایښت مخکې او وروسته له بعثت څخه د کراماتو په اړه علمي معلومات وړاندې کړل، هغه وویل: هدف دا دی چې د پیغمبر علیه السلام پر سنتو پابندي په هر عمل کې د مسلمان د دنیا او اخرت ګټې نغښتې دي باید خپل فردي او اجتماعي ژوند ورسره عیار کړو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۵:۰
Background image

د خوست او پکتیا د دوو کورنیو ترمنځ ۱۹ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

 

دوشنبه ۱۵ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د خوست ولایت د اسماعیل خېلو او مندوزیو او د پکتیا د ګردې څېړۍ اړوند د دوو کورنیو ترمنځ هغه ۱۹ کلنه دښمني، چې د دوو کسانو د وژل کېدو لامل شوې وه د خوست. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۳:۵۸
Background image

بادغيس کې د ۴۵ کلنې بدي سربېره بلخ کې ۱۸ کلنې شخړې څنګه پای وموند

 

دوشنبه ۱۵ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د بادغيس ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رئيس مولوي محمد قاسم ضمير په مشري د ديني عالمانو او قومي مشرانو په هڅو په دې ولايت کې د دوو کورنيو ترمنځ د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۳۴
Background image

په فارياب، زابل، سمنګان او کاپيسا ولايتونو کې د ولسواليو په کچه د شريعت د نفاذ او همغږۍ غونډې

 

دوشنبه ۱۵ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت له لوري د شریعت د احکامو د نفاذ، یووالي او همغږۍ په موخه دا ځل د فارياب ولايت په لولاش او بندر ولسوالي، د زابل ولايت. . .

BACK TO NEWS

User account menu