د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت چارواکو او کارکوونکو د مسلکي اړتیاوود معلومولو په اړه غونډه جوړه شوه.
يکشنبه ٢٤ دجمادي اول١٤٤٤
په دې غونډې کې چې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د کنفرانسونو په تالار کې جوړه شوې وه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو انستیتوت کارپوهانو، د وزارت چارواکو او کارکوونکو برخه اخیستې وه.

د وزارت د بشري زیرمو رئیس ښاغلي تیلوي غونډې ته د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل چې د کارکوونکو اړتیاوې پوره کول د ښه اوغوره چارو په ترسره کولو کې ډېر ارزښت لري له دې امله باید زموږ همکاران د فورمو په ډکولو باید خپلې هغه اړتیاوې شریکې کړي کومې چې د وخت له غوښتنو سره سم د دندو په ترسره کولو کې ګټورې او مؤثرې وي .
په دغه غونډه کې چې هدف یې د ښوونیزو پروګرامونو له لارې د مسلکي وړتیاو لوړوالی دی د ملکي خدمتونو او اداري اصلاحاتو انستیتوت یو تن کارپوه د کارکوونکو پوښتنو ته ځوابونه هم وویل.
