د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست د څو ولایتونو له رئیسانو سره وکتل

mobta-af
یکشنبه ۱۴۰۲/۶/۱۹ - ۱۵:۶
Mobta

۱۹/۲/۱۴۴۵

نن ورځ یکشنبه د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست وزیر الحاج ملا نورالله نوري د خپل کاري سفر په جریان کې د بلخ ولایت د سرحدونو، ق.ق چارو په ریاست کې د سمنګان له آمر مولوي سید محمد، د بلخ له رئیس مولوي عبدالحبیب، د جوزجان ولایت له رئیس مولوي غلام نبي صمیم او فاریاب ولایت له رئیس مولوي محمد میر صارم سره د یوې ناستې ترڅ کې وکتل.

ناسته د قرآن کریم په څو مبارکو آیتونو سره پیل شوه ورپسې ښاغلي نورې د دې ناستې هدف له ولایتي رئیسانو سره هماهنګي د دوی د ستونزو اورېدل او د قومونو تر منځ یووالی یاد کړ. نوموړي له ولایتي رئیسانو وغوښتل چې د خپلو کارونو په جریان کې دي له غور او پاملرنې څخه کار واخلي او د خلکو د ستونزو د حل په برخه کې دي هر ډول همکاري وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۱۴:۳۹
Background image

بلخ کې د دوو کورنيو ترمنځ ۶ کلن جنجالونه پای ته ورسېدل

 

سه شنبه ۵ محرم الحرام ۱۴۴۷

د بلخ ولایت د سرحدونو قومونو او قبايلو چارو رئیس مولوي سردار محمد محمدي په هڅو د ياد ولايت د قومي مشرانو، علماوو او ځايي خلکو په همکارۍ مزار شريف ښار کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۲:۴۷
Background image

بلخ کې د ۱۵ کلنې شخړې ترڅنګ يوه بله ۵ کلنه شخړه هم هواره شوه

 

يکشنبه ۳ محرم الحرام۱۴۴۶ 
 
د بلخ ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رئيس مولوي سردار محمد محمدي په لارښوونو د قومي مشرانو او اسلامي امارت منسوبينو د هڅو په نتيجه کې په ياد ولايت
. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۱۴:۵۹
Background image

زابل کې د دوو قومونو ترمنځ شخړه حل او سوله ييز ژوند يې غوره کړه

شنبه ۲ محرم الحرام ۱۴۴۷ د دغه ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو د قومي سپين ږيرو علماوو او اسلامي امارت د ځينو استازو په همکارۍ د دغه ولايت په شهري صفا ولسوالۍ کې د. . .

BACK TO NEWS

User account menu