د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ معين او ورسره مل پلاوي د بلخ ولايت د سرحدونو ق.ق چارو له ریاست څخه لیدنه وکړه.

mobta-af
پنجشنبه ۱۴۰۱/۷/۲۸ - ۱۲:۴۳
Mobta

 

۲۴/۱۴۴۴ ربیع الاول پنجشنبه

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ معين الحاج ملا عبدالخالق عابد، د جرګو رئيس الحاج مولوي محمد اسماعيل غزنوي، د کوچیانو د اسکانو رئیس مولوي محمد نادر سنګین او د قومونو قبایلو چارو د ریاست استازی مولوي شمس الرحمن زاهد له یاد ریاست څخه په داسې حال کې لیدنه وکړه چې پر مهال یې د همدې ریاست رئیس مولوي عبدالحبیب رحماني هم حضور درلود.

Mobta

ښاغلي رحماني د پلاوي له ورتلو څخه مننه وکړه او ښه راغلاست یې ورته ووایه، یاد پلاوي د همدې ریاست چارې و ارزولې او په دې ولايت کې د قومي او ولسي غونډې دايرولو په اړه یې مفصلې خبرې او مشورې وکړې.

د يادونې وړ ده چي د جرګو معينيت په پام کې لري له پلان سره سم په نژدې ورځو کې د بلخ په ولايت کې هم د قومونو د يووالي او همغږۍ غونډه جوړه کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د بایزید روښان انستیتیوت کانکور ازموینه واخیستل شوه

۲۶/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ په کابل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند بایزید روښان انستیتیوت د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د نویو زده کړیالانو د جذب په موخه د کانکور ازموینه واخیسته.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۱
Background image

په بلخ ولایت کې یوه ۳۰ کلنه اختلافي موضوع حل شوه

سه شنبه/ ۲۸/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ دبلخ ولایت دسرحدونو،قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو دیو شمېر محلي چارواکو،قومي مشرانو او دیني عالمانو په ملتیا دځمکې پرسر هغه شخړه هواره کړه، چې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په کونړ کې د کورنۍ تاوتریخوالي پرسر راپورته شوې شخړه هواره شوه

شنبه/ ۹/ شوال المکرم/۱۴۴۷ د کونړ ولایت د پېچ درې او وټه پور ولسوالیو د دوو کورنیو ترمنځ د کورني تاوتریخوالي پرسر څه موده وړاندې پېښه شوې شخړه.

یاده شخړه د کونړ د سرحدونو ،قومونو او. . .

BACK TO NEWS

User account menu