د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو، قبایلي چارو د همغږۍ معين او ورسره مل پلاوي د کندوز ولايت د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو له ریاست څخه لیدنه وکړه

mobta-af
چهارشنبه ۱۴۰۱/۷/۲۷ - ۲۰:۲۵
mobta

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ معين الحاج ملا عبدالخالق عابد، د جرګو رئيس الحاج مولوي محمد اسماعيل غزنوي، د کوچیانو د اسکانو رئیس مولوي محمد نادر سنګین او د قومونو قبایلو چارو د ریاست استازی مولوي شمس الرحمن زاهد له یاد ریاست څخه په داسې حال کې لیدنه وکړه چې پر مهال یې د همدې ریاست رئیس مولوي احسان الله ثاقب او د ریاست کارمندانو هم حضور درلود. د یاد ریاست رئیس مولوي احسان الله ثاقب د دوی راتلو ته هرکلی ووایه، او وروسته یې له یاد پلاوي سره پر یو لړ ستونزو بحث وکړ، چې د پلاوي لخوا د حل په موخه ډاډ ورکول شو، د جرګو او قبائلي چارو معین الحاج ملا عبدالخالق عابد او د جرګو رئيس الحاج مولوي محمد اسماعيل غزنوي د هغوی چارې وستایلې او د لا همکاري ډاډ یې ورکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۱:۱۴
Background image

په ننګرهار کې د قتل یوه موضوع حل شوه

 

شنبه/ ۱۷ / شوال/۱۴۴۷
د ننګرهار ولایت مهمندرې ولسوالۍ د دوو کورنیو ترمنځ څه موده وړاندې د ماشومانو پر سر پېښه شوې فزیکي شخړه، چې له امله یې یو تن وژل شوی هم و، تېره ورځ د یوې دودیزې
. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۴:۳۵
Background image

په کونړ ولایت کي د کنړ او نورستان له دیني عالمانو، قومي متنفذینو او ځوانانو سره د اسلامي نظام د دفاع د قدرداني په موخه غونډه تر سره شوه

 شنبه/١٧/ شوال/ ۱۴۴۷

د کونړ او نورستان قومي متنفذینو او مخورو نن له غرمې وړاندې د یوې ناستې پر مهال یو وار بیا ډاډ څرګند کړ، چې دوی د نظام ترڅنګ ولاړ دي او په کلکه به یې د هر دُښمن پر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۴:۳۲
Background image

د ننګرهار ولایت له علماوو، قومي متنفذینو، پوهنتون استادانو او ځوانانو سره له اسلامي نظام څخه د دفاع لپاره له درنو خلکو سره غونډه تر سره شوه

 جمعه/۱٦/ شوال/ ۱۴۴۷

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري د یوه پلاوي په مشري، چې د یاد وزارت د جرګو او قبایلو چارو معین الحاج مولوي محمد علي جان احمد، د امربالمعروف. . .

BACK TO NEWS

User account menu