د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند د سرحدي پلټنو نوی معین معرفي شو

taqi2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۱۱:۲۹
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند د سرحدي پلټنو نوی معین معرفي شو

 

یکشنبه/۴/جمادي الثاني/۱۴۴۷
نن له غرمې وړاندې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د غونډو په تالار کې د امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه الله تعالی په حکم د ارزګان پخوانی والي مولوي عنایت الله شجاع د یاد وزارت د سرحدي پلټنو د نوي معین په توګه د یوې ناستې په ترڅ کې داسې مهال معرفي شو چې د یاد وزارت وزیر ملا نورالله نوري، مسلکي معین مولوي احمد طه قادري، د دفتر رئیس مولوي نیازمحمد تقي، د دعوت او ارشاد رئیس مولوي شفیع الله ثاقب او نورو مسؤلینو حضور درلود. 

د ناستې د پیل په وینا کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي نوري د نیتونو او عملونو د اصلاح او مسؤلیت په هکله خبرې وکړې ویې ویل: مسؤلیت یوه ابتلاء ده، موږ هم په سختۍ او هم په اسانۍ کې ازمویل کېږو، پرون د سنګر په سختیو کې ازمویل کېدو او نن مو په چوکۍ او منصب کې ازموینه ده. هغه په کارکوونکو او مسؤلینو غږ وکړ چې د نیتونو او عملونو اصلاح ته پام وکړي ځکه چې همدا د مؤمنانو د نجات لاره ده. نوموړي د پخواني معین له خدمتونو او ستړیاوو ستاینه وکړه او نوي معین ته یې د هرکلي ترڅنګ په کارونو کې د توفیق دُعا وکړه. 

ورپسې نوي ټاکل شوي معین مولوي شجاع خبرې وکړې ویې ویل: دا یو سعادت دی چې الله تعالی د اسلامي امارت په ټولګي کې داخل کړي یو. هغه د خلفاء راشدینو د مسؤلیتونو ځینې بیلګې وړاندې کړې زیاته یې کړه: مسؤلیت یو دروند نوم دی او معنا یې داده چې له تا څخه به د خپل کار په اړه سوال او پوښتنه کېږي. نوموړي تقوا د مؤمن د بري راز وباله او په ورسپارل شوې دنده کې یې د توفیق او دُعا غوښتنه وکړه.
 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د بایزید روښان انستیتیوت کانکور ازموینه واخیستل شوه

۲۶/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ په کابل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند بایزید روښان انستیتیوت د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د نویو زده کړیالانو د جذب په موخه د کانکور ازموینه واخیسته.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۱
Background image

په بلخ ولایت کې یوه ۳۰ کلنه اختلافي موضوع حل شوه

سه شنبه/ ۲۸/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ دبلخ ولایت دسرحدونو،قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو دیو شمېر محلي چارواکو،قومي مشرانو او دیني عالمانو په ملتیا دځمکې پرسر هغه شخړه هواره کړه، چې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په کونړ کې د کورنۍ تاوتریخوالي پرسر راپورته شوې شخړه هواره شوه

شنبه/ ۹/ شوال المکرم/۱۴۴۷ د کونړ ولایت د پېچ درې او وټه پور ولسوالیو د دوو کورنیو ترمنځ د کورني تاوتریخوالي پرسر څه موده وړاندې پېښه شوې شخړه.

یاده شخړه د کونړ د سرحدونو ،قومونو او. . .

BACK TO NEWS

User account menu