د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر نورستان ولایت ته سفر وکړ

mobta-af
شنبه ۱۴۰۲/۲/۱۶ - ۱۴:۲۳
Mobta

جمعه/۱۵/شوال المکرم/۱۴۴۴

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر الحاج ملا نورالله نوري او ورسره مل پلاوي د خپل کاري سفر په ترڅ کې د نورستان ولایت دو آب ولسوالۍ له ولسونو سره وکتل.

په دغه کتنه کې د یادې ولسوالۍ مسؤلینو، قومي مشرانو، علماء کرامو او ځوانانو د سرپرست وزیر او ورغلي پلاوي هرکلی وکړ او د خپلې سیمې اړوند غوښتنې او وړاندیزونه یې ورسره شریک کړل. 

سرپرست وزیر ښاغلي نوري د یادې ولسوالۍ له خلکو ته خبرو کې وویل: د نورستان ټول وګړي یووالي ته ژمن ولسونه دي، تل یې په سختو حالاتو کې د ا.ا.ا ملاتړ کړی دی او تر څنګ یې درېدلي دي. هغه ژمنه وکړه چې د دې سیمې ستونزې به د حل په موخه تر اړوندو ارګانونو رسوي او د ستونزو په هوارولو کې به یې پوره هڅې کوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۱:۱۴
Background image

په ننګرهار کې د قتل یوه موضوع حل شوه

 

شنبه/ ۱۷ / شوال/۱۴۴۷
د ننګرهار ولایت مهمندرې ولسوالۍ د دوو کورنیو ترمنځ څه موده وړاندې د ماشومانو پر سر پېښه شوې فزیکي شخړه، چې له امله یې یو تن وژل شوی هم و، تېره ورځ د یوې دودیزې
. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۴:۳۵
Background image

په کونړ ولایت کي د کنړ او نورستان له دیني عالمانو، قومي متنفذینو او ځوانانو سره د اسلامي نظام د دفاع د قدرداني په موخه غونډه تر سره شوه

 شنبه/١٧/ شوال/ ۱۴۴۷

د کونړ او نورستان قومي متنفذینو او مخورو نن له غرمې وړاندې د یوې ناستې پر مهال یو وار بیا ډاډ څرګند کړ، چې دوی د نظام ترڅنګ ولاړ دي او په کلکه به یې د هر دُښمن پر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۴:۳۲
Background image

د ننګرهار ولایت له علماوو، قومي متنفذینو، پوهنتون استادانو او ځوانانو سره له اسلامي نظام څخه د دفاع لپاره له درنو خلکو سره غونډه تر سره شوه

 جمعه/۱٦/ شوال/ ۱۴۴۷

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري د یوه پلاوي په مشري، چې د یاد وزارت د جرګو او قبایلو چارو معین الحاج مولوي محمد علي جان احمد، د امربالمعروف. . .

BACK TO NEWS

User account menu