د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د پکتيکا ولایت سلېمانزي قوم له يو شمېر قومي مشرانو او سپين ږيرو سره لیدنه کړې.

taqi_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۳ - ۱۱:۹
د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د پکتيکا ولایت سلېمانزي قوم له يو شمېر قومي مشرانو او سپين ږيرو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې قومي مشرانو د اسلامي امارت د کلک ملاتړ ترڅنک دا نظام د ولسونو د يووالي او هوساينې لپاره مهم بللی او په ساتنه کې يي د دې خاورې هر وګړی مسوول ياد کړی دی. دوی همداراز له ښاغلي نوري سره خپلې سيمه ييزې ستونزې، چې پکې زده‌کړو ته لاسرسی، رغنيزې چارې او روغتيا برخه شامله وه شريکې کړې او د حل په موخه يي د لازمو اقداماتو غوښتنه کړې ده. د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري يادو قومي مشرانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د اسلامي نظام پر حاکميت کې د ولسونو جهادي قربانۍ ستايلي او د قومونو ترمنځ په اتحاد، اتفاق او يووالي ټينګار کړی دی. همداراز نوموړي د یادو قومي مشرانو د ستونزو د حل په موخه د اړینې همکارۍ ډاډ ورکړی او ژمنه یې کړې، چې ستونزې او غوښتنې به یې د حل لپاره اړوندو لوړپوړو چارواکو ته ورسوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د بایزید روښان انستیتیوت کانکور ازموینه واخیستل شوه

۲۶/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ په کابل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند بایزید روښان انستیتیوت د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د نویو زده کړیالانو د جذب په موخه د کانکور ازموینه واخیسته.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۱
Background image

په بلخ ولایت کې یوه ۳۰ کلنه اختلافي موضوع حل شوه

سه شنبه/ ۲۸/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ دبلخ ولایت دسرحدونو،قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو دیو شمېر محلي چارواکو،قومي مشرانو او دیني عالمانو په ملتیا دځمکې پرسر هغه شخړه هواره کړه، چې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په کونړ کې د کورنۍ تاوتریخوالي پرسر راپورته شوې شخړه هواره شوه

شنبه/ ۹/ شوال المکرم/۱۴۴۷ د کونړ ولایت د پېچ درې او وټه پور ولسوالیو د دوو کورنیو ترمنځ د کورني تاوتریخوالي پرسر څه موده وړاندې پېښه شوې شخړه.

یاده شخړه د کونړ د سرحدونو ،قومونو او. . .

BACK TO NEWS

User account menu