د زابل په شاجوی ولسوالي کې یوه لويه شخړې حل شوه

khoram_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۶ - ۱۴:۱۶
شخړه

دو شنبه ۲۲/۳/۱۴۴۶

د زابل ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د سلیمانخیل او توخي قوم ترمنځ څه موده وړاندې د یوې حقوقې مسئلې پر سر پېښه شوې شخړه چې د دواړو قومونو ترمنځ یې سخت غبرګونونه او ژورې ستونزې را منځته کړې وې، د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو د وزیر الحاج ملا نورالله نوري په هدایت د لېږل شوي پلاوي چې د وزارت حقوقي سلاکار معاون کجیرخان، د مقام د دفتر رئیس مولوي نیازمحمد تقي، دعوت او ارشاد رئیس مفتي شفیع الله ثاقب او د زابل ولایت مقام، د شاجوی د ولسوال خالد اخندزاده او سیمه ییز مسؤلینو په نه ستړي کېدونکو هلوځلو حل شوه. 

په دغه شخړه کې ښکېلې خواوې د شاجوی ولسوالۍ د کلاخېلو او د ارغنداب ولسوالۍ د عراقي کلي دوې کورنۍ وې، چې تر منځ یې ستونزه د یوې مېرمنې د نکاح عقد پر سر رامنځته شوې وه، چې د دواړو لوریو ترمنځ یې ژورې ستونزې جوړې کړې وې، د وزارت له لوري د لېږل شوي هیئت، سیمه ییزو علماوو، متنفیذینو او د ولسوالۍ د مسؤلینو په ګډوهڅو یې روغې جوړې ته غاړه کېښوده. دوی د یوې مرکې په ترڅ کې مصلحینو ته اختیار لیکونه ورکړل ترڅو د دوی تر منځ ستونزې حل او په اړه یې د خیر پرېکړه وکړي. 


مرکچیانو د طرفینو تر منځ فیصله وکړه او دواړه لوري په دې پرېکړه راضي شول او ژمنه یې وکړه چې نور به یو بل ته خنډونه نه جوړوي او په ارامه فضاء کې به خپل ژوند ته ادامه ورکوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۹:۴۱
Background image

کندوز کې قومي مشرانو د اسلامي امارت له کړنو ستاينه وکړه

 

دوشنبه ۲۰ ربيع الثاني ۱۴۴۷

په کندوز ولایت کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له لوري د ولسي خلکو او مسؤلینو ترمنځ د ملت د اتحاد، اسلامي نظام بقاء او د ولس هوساينې غونډه کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۱ - ۱۳:۴۴
Background image

بلخ کې د ميراث پر سر راپورته شوې ١٨ کلنې شخړې ترڅنګ ننګرهارکې هم شخړه هواره شوه 

 

دوشنبه ۲۰ ربيع الثاني ۱۴۴۷

د بلخ ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو د دغه ولايت مزارشریف ښار په نهمه  ناحيه کې د يوې کورنۍ د څو غړو ترمنځ  د ميراث پر سر راپورته. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۱ - ۱۳:۲۶
Background image

په ولسواليو کې د مسؤلينو له لوري له خلکو سره د ولسي يووالي غونډې

 

دوشنبه ۲۰ ربيع الثاني ۱۴۴۷

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په مشري په ولايتونو کې د محلي ادارو په همغږۍ  له ولسي خلکو سره د ولسي یووالي او ستونزو د اوريدو په موخه پيل شويو. . .

BACK TO NEWS

User account menu