د زابل ولايت قومي مشرانو د سرحدونو او قبایلو چارو له محترم وزیر سره وکتل!

mobta-af
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۳۰ - ۶:۴۷
mob

دوشنبه – ۱۴۴۳/۶/۱۴ ھ ق

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت محترم وزیر ملا نور الله نوري د زابل ولایت د قومي مشرانو سره د وزارت د غونډو په تالار کې وکتل

راغلو مشرانو هر یوه مولوي احمدالله، قومندان سیدرحیم، استاد حکیم الله، رحمت الله، حاجي عبدالسلام، مولوي عبدالعلي، حاجي محمد غني، قومندان ګل محمد، سرمعلم محمد الله، او ملا ګلاب الدین او عيسی محمد زاهد په خپل نوبت سره د تعلیم او تربیې، زابل پوهنتون، بیا رغونې، د مهاجرینو او بې ځایه شوو اړوند بيلابيلې شته ستونزي بیان کړې.

• راغلو قومي مشرانو د سرحدونو او قبايلو چارو له محترم وزير څخه وغوښتل چي د زابل د اقوامو ستونزو او مشکلاتو د حل په موخه دي ورسره همکاري وکړي او دا چي د زابل ولايت قومونه او ټولې ليري پرتې ولسوالۍ شل کاله د بيارغونې، روغتيا او تعليم او تربيې له بهير څخه وروسته پاتي شوي وو بايد د حکومتي ادارو او ارګانونو توجه زابل ته راجلب کړي تر څو د خلګو ستونزې حل او غوښتنې ځواب شي.

زابلي مشرانود سرحدونو او قبايلو ښااغلي وزير ملا نورالله نوري صاحب څخه مننه وکړه چي پرلپسې هڅې يې وکړې تر څو د زابل د شملزو سرحدي ولسوالي کي د پاکستان هيواد سره نښتې لاره د ترانزيټي لارې په توګه د وزيرانو په شورا کي پيشنهاد او بالاخيره تصويب کړي.

دوئ همدا راز غوښتنه درلوده چي د شملزو ترانزيټي لارې پاتي چاري دي تعقيب شي او د کلات څخه تر شملزو ترانزيټي دروازې پوري د سرک د قير کولو او هلته د تأسيساتو پر جوړولو دي عملي کار پيل شي.

د سرحدونو او قبایلو چارو محترم وزیر ملا نور الله نوري ټولو مشرانو ته ښه راغلاست ووایه، او افغانستان یې د ټولو افغانانو مشترک کور یاد کړ. د مشرانو ستونزي یې پر ځاي و بللې، او د هر نوع همکارۍ ډاډ يې ورکړ.

ښاغلي وزیر صاحب په خپلو خبرو کې د زابل ولایت د خلکو او قومونو د ستونزو پر اساسي حل خبرې وکړې او له ټولو مشرانو يې وغوښتل چي يو موټی او متحد واوسي او ټول اقوام د يو بل په څنګ کي د وروڼو په څير ژوند وکړي.

په اخیر کي د سرحدونو او قبایلو چارو محترم وزیر ملا نور الله نوري پر ټولو مشرانو ږغ وکړ چي اوس وخت رارسيدلی چي ټول ولس د هيواد لوړو منافعو او اسلامي لارښوونو په پام کي نيولو سره د یو قوي نظام په جوړښت کي د افغانستان د اسلامي امارت تر شاه و دریږي او ملاتړ يې وکړي.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۵:۳۸
Background image

پروان کې ۱۷ کلنه کاپيسا کې ۱۳ کلنه او په لغمان کې يوه بله شخړه د اړوندو مسؤلينو له لوري هواره شوه

 

دوشنبه ۱۱ محرم الحرام ۱۴۴۷

د کاپيسا ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمر په مشري د ځايي قومي مشرانو او ديني عالمانو په دوامداره ستړياوو د دې ولايت په تګاب ولسوالۍ کې د دوو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۵:۲۶
Background image

په ننګرهار ولايت کې د څلور کلنې شخړې حل

 

دوشنبه ۱۱ محرم الحرام ۱۴۴۷

د ننګرهار ولایت کوز کنړ ولسوالۍ په برکاشکوټ سیمه کې د يوې کورنۍ د څو غړو ترمنځ د میراث پر سر راپورته شوې څلور کلنه شخړه په سوله ییز ډول حل او فصل شوه.

د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۵ - ۱۵:۲
Background image

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له لوري په کنړ ولایت کې د ۳۵ پراختیایي پروژو چارې پیل شوې

 

یکشنبه، د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د محرم الحرام ۱۰مه

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي چارو معین الحاج مولوي محمد اسماعیل غزنوي، چې د یاد وزارت یو شمېر نورو مسؤلینو یې ملتیا کوله. . .

BACK TO NEWS

User account menu