د زابل ولايت شملزو ولسوالۍ ځنځير سيمې ته سفر.

mobta-af
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۹ - ۱۱:۴۰
Mobta

۷/رجب المرجب

د سرحدونو،قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست وزير الحاج ملا نورالله (نوري) چې د زابل مرستيال والي ملا سليمان اغا بهير او ددې ولايت د س.ق.ق چارو رئيس سحر اخندزاده يې هم ملتيا کوله شملزو سرحدي ولسوالۍ ته سفر تر سره کړ.

ښاغلي نوري د شملزو ولسوالۍ له سرحدي کنډک، ډيورنډ فرضي کرښې، سرحدي پوستو او د ځنځير په سيمه کې د نوې رسمې شوې ترانزیټي لارې څخه له نژدې ليدنه وکړه.

Mobta

د سرحدي کنډک قومندان ښاغلي ارماني د امنيتي وضعيت او په ياده سېمه کې د مېشتو مجاهدينو د ستونزو په اړه لنډ جريان شريک کړ او د همکارۍ غوښتنه يې وکړه.

ددې سفر په جريان کې ښاغلي سرپرست وزير د ځنځير بازار او شملزو ولسوالۍ د ځينو نورو سېمو له مشرانو سرههم  د يوې ناستې په ترڅ کې وکتل.

حاجي قمرالدين او حاجي نادر د لارې، کلينکونو، مکتبونو او مدرسو   تر څنګ د  کرهڼې، مالدارۍ او د څښاک پاکو اوبو د نشتون ځينې ستونزې يادې کړې.

د سرحدونو،قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزير الحاج ملا نورالله نوري د شملزو سرحدي ولسوالۍ د خلکو مشروع غوښتنو په اړه ډاډ ورکړ چې له اړوندو ارګانو سره به شريکې شي او هيله يې څرګنده کړه چې اسلامي امارت به ورته ځانګړې پاملرنه کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د بایزید روښان انستیتیوت کانکور ازموینه واخیستل شوه

۲۶/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ په کابل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند بایزید روښان انستیتیوت د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د نویو زده کړیالانو د جذب په موخه د کانکور ازموینه واخیسته.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۱
Background image

په بلخ ولایت کې یوه ۳۰ کلنه اختلافي موضوع حل شوه

سه شنبه/ ۲۸/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ دبلخ ولایت دسرحدونو،قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو دیو شمېر محلي چارواکو،قومي مشرانو او دیني عالمانو په ملتیا دځمکې پرسر هغه شخړه هواره کړه، چې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په کونړ کې د کورنۍ تاوتریخوالي پرسر راپورته شوې شخړه هواره شوه

شنبه/ ۹/ شوال المکرم/۱۴۴۷ د کونړ ولایت د پېچ درې او وټه پور ولسوالیو د دوو کورنیو ترمنځ د کورني تاوتریخوالي پرسر څه موده وړاندې پېښه شوې شخړه.

یاده شخړه د کونړ د سرحدونو ،قومونو او. . .

BACK TO NEWS

User account menu