د دوو کورنیو ترمنځ ۷ کلنه شخړه هواره او په سوله بدله شوه

khoram2_admin
شنبه ۱۴۰۳/۳/۲۶ - ۹:۴۲
شخړه

د سمنګان ولایت مرکز د لوي قشلاق په سیمه کې د دوو کورنیو ترمنځ ۷ کلنه شخړه چې له امله یې یو کس په شهادت رسېدلى وو د دغه ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو آمر مولوي سید محمد سعید او قومي مشرانو په هڅو حل او دواړه کورنيو په خپل منځ کې روغه کړه. په همدې مناسبت جوړه شوې ناستې ته د سمنگان ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو آمر ښاغلي سعید او قومي مشرانو په خپلو جلا جلا ويناوو کې د ناستې له گډونوالو او نورو ځايي اوسېدوونکو وغوښتل چې په ټولنیز ژوند کې دې له شخړو او بدبینیو لاس په سر شي، د ورورولۍ، اسلامي اصولو او مقرارتو په رڼا کې دې خپل ورځني ژوند ته ادامه ورکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د بایزید روښان انستیتیوت کانکور ازموینه واخیستل شوه

۲۶/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ په کابل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند بایزید روښان انستیتیوت د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د نویو زده کړیالانو د جذب په موخه د کانکور ازموینه واخیسته.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۱
Background image

په بلخ ولایت کې یوه ۳۰ کلنه اختلافي موضوع حل شوه

سه شنبه/ ۲۸/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ دبلخ ولایت دسرحدونو،قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو دیو شمېر محلي چارواکو،قومي مشرانو او دیني عالمانو په ملتیا دځمکې پرسر هغه شخړه هواره کړه، چې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په کونړ کې د کورنۍ تاوتریخوالي پرسر راپورته شوې شخړه هواره شوه

شنبه/ ۹/ شوال المکرم/۱۴۴۷ د کونړ ولایت د پېچ درې او وټه پور ولسوالیو د دوو کورنیو ترمنځ د کورني تاوتریخوالي پرسر څه موده وړاندې پېښه شوې شخړه.

یاده شخړه د کونړ د سرحدونو ،قومونو او. . .

BACK TO NEWS

User account menu