د دایکندي ولایت د دوو کورنیو تر منځ شخړه حل شوه

mobta-af
چهارشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۰ - ۲۳:۷
وزارت

د دایکندي ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو امریت په همغږۍ د یاد ولایت په مرکز کې د دوو کورنیو تر منځ د ځمکې پر سر رامنځته شوې شخړه د یوې غونډې په ترڅ کې حل و فصل شوه. د یادې غونډې پر مهال د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو آمر حافظ محب الله سجاد، ځینو مسؤلینو او د سیمې مشرانو حضور درلود. د ناستې په پیل کې د مشرانو له لوري دواړو لوریو ته د خپلمنځي شخړې او جنجال د ختمولو په اړه خبرې وشوې او د اسلام دمبارک دین د ارشاداتو پر بناء یې ټول مسلمانان یو د بل وروڼه یاد کړل او دواړه لوري یې سولې ته را وبلل. وروسته د یاد ریاست آمر ښاغلي سجاد وویل: د خلکو تر منځ هماهنګي راوستل او د یووالي لوري ته رابلل د دوی مسؤلیت دی او د دغه آمریت دروازه د هیواد د ټولو قومونو پر مخ خلاصه ده. نوموړي همدا راز زیاته کړه: موږ همېشه کوښښ کوو چې د دایکندي ولایت د قومونو تر منځ د یووالي، وروولۍ او همغږۍ لپاره کار وکړو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د بایزید روښان انستیتیوت کانکور ازموینه واخیستل شوه

۲۶/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ په کابل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند بایزید روښان انستیتیوت د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د نویو زده کړیالانو د جذب په موخه د کانکور ازموینه واخیسته.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۱
Background image

په بلخ ولایت کې یوه ۳۰ کلنه اختلافي موضوع حل شوه

سه شنبه/ ۲۸/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ دبلخ ولایت دسرحدونو،قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو دیو شمېر محلي چارواکو،قومي مشرانو او دیني عالمانو په ملتیا دځمکې پرسر هغه شخړه هواره کړه، چې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په کونړ کې د کورنۍ تاوتریخوالي پرسر راپورته شوې شخړه هواره شوه

شنبه/ ۹/ شوال المکرم/۱۴۴۷ د کونړ ولایت د پېچ درې او وټه پور ولسوالیو د دوو کورنیو ترمنځ د کورني تاوتریخوالي پرسر څه موده وړاندې پېښه شوې شخړه.

یاده شخړه د کونړ د سرحدونو ،قومونو او. . .

BACK TO NEWS

User account menu