د خوشحال خان له عالی لیسې څخه لیدنه

mobta_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۲ - ۱۹:۴۳
 mobta

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس الحاج مفتي شفیع الله ثاقب او مل پلاوي د خوشحال خان عالي لېسې له زده کوونکو او اداري کارکوونکو سره وکتل. په دغه کتنه کې د دعوت او ارشاد رئیس ثاقب د خپلې هر اړخیزې وینا په ترڅ کې د ایمان او عقیدې په اړه خبرې وکړې او زده کوونکو ته یې په نبوي سیرت او صورت دځانونو برابرولو، پاکوالي، په خپلو زده کړو کې د کوښښ کولو او نیکو اخلاقو یادونه وکړه. نوموړي زده کوونکي اتحاد، اتفاق، مینې او ورورولۍ ته راوبلل او دوی یې د دې هیواد او ملت راتلونکي یادکړل. هغه له زده کوونکو څخه وغوښتل چې د خپل ملت د خدمت لپاره دي خپلو زده کړو ته ادامه ورکړي او له سیاسي او تنظیمي کړنو دي ځان وساتي. د لېسې زده کوونکو ته د یاد ریاست له لوري په کاغذونو لیکل شوې دوعاګانې او څو عدده قرآن عظیم الشانونه د تحفې په ډول ورکړل شوو. د يادې لېسې له استادانو سره په ځانګړې ناسته کې ورغلي پلاوي د زده کوونکو پر عقيدوي اصلاح ټينګار وکړ او د وزارت د رهبري هئيت لازمې سپارښتنې يې ورته واورولې. څو تنو استادانو د نورو په نمايندګي مل پلاوي ته په ياده برخه کې ډاډ ورکړ او ويې ويل چې لله الحمد زموږ د لېسې زده کونکي د تېر کال په پرتله ښه شوي دي او هڅه کوو چې لا يې خپلو نيمګړتياوو ته متوجه کړو. یادو استادانو د خپلو هڅو په برخه کې وويل چې د خوشحال خان د عالي لېسې زده کونکي هر کال د کانکور په ازموينو کې د نورو دولتي لېسو په پرتله لوړې نمرې اخلي او ښو پوهنځیو ته بریالي کیږي چې دا د هیواد د بچیانو د روزلو په برخه کې یو نېک ګام دی.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د بایزید روښان انستیتیوت کانکور ازموینه واخیستل شوه

۲۶/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ په کابل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند بایزید روښان انستیتیوت د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د نویو زده کړیالانو د جذب په موخه د کانکور ازموینه واخیسته.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۱
Background image

په بلخ ولایت کې یوه ۳۰ کلنه اختلافي موضوع حل شوه

سه شنبه/ ۲۸/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ دبلخ ولایت دسرحدونو،قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو دیو شمېر محلي چارواکو،قومي مشرانو او دیني عالمانو په ملتیا دځمکې پرسر هغه شخړه هواره کړه، چې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په کونړ کې د کورنۍ تاوتریخوالي پرسر راپورته شوې شخړه هواره شوه

شنبه/ ۹/ شوال المکرم/۱۴۴۷ د کونړ ولایت د پېچ درې او وټه پور ولسوالیو د دوو کورنیو ترمنځ د کورني تاوتریخوالي پرسر څه موده وړاندې پېښه شوې شخړه.

یاده شخړه د کونړ د سرحدونو ،قومونو او. . .

BACK TO NEWS

User account menu