د خوشحال خان عالي لېسې څخه لیدنه وشوه

mobta-af
چهارشنبه ۱۴۰۲/۶/۱ - ۱۴:۲۸
Mobta

۶/۲/۱۴۴۴

د خوشحال خان عالي لېسې څخه د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت مسلکي معین مولوي احمد طه قادري د یوه لوړ پوړې پلاوي په مشرۍ لیدنه وکړه. له دغې لیدنې څخه موخه په یاده لېسه کې د اوبو د جوړې شوې څاه افتتاح کول و.

په پیل کې د څاه له اوبو څخه د ګټې اخیستنې په موخه د افتتاح پټۍ د مسلکي معین، تللي پلاوي، د لیسې د مسؤلینو او استادانو له لوري غوڅه شوه او د خیر  دعاء وشوه.

وروسته یاد پلاوي چې د دغه وزارت د پلان او پالیسۍ رئیس مولوي نیک محمد افغاني، د دعوت او ارشاد رئیس مفتي شفیع الله ثاقب، د ښوونې او روزنې رئیس مولوي عبدالرحمن رحماني او نور مسؤلین پکې شامل و، د یادې لیسې له مسجد څخه لیدنه وکړه او د ځینو برخو د ترمیم او جوړونې ژمنه یې وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د بایزید روښان انستیتیوت کانکور ازموینه واخیستل شوه

۲۶/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ په کابل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند بایزید روښان انستیتیوت د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د نویو زده کړیالانو د جذب په موخه د کانکور ازموینه واخیسته.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۱
Background image

په بلخ ولایت کې یوه ۳۰ کلنه اختلافي موضوع حل شوه

سه شنبه/ ۲۸/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ دبلخ ولایت دسرحدونو،قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو دیو شمېر محلي چارواکو،قومي مشرانو او دیني عالمانو په ملتیا دځمکې پرسر هغه شخړه هواره کړه، چې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په کونړ کې د کورنۍ تاوتریخوالي پرسر راپورته شوې شخړه هواره شوه

شنبه/ ۹/ شوال المکرم/۱۴۴۷ د کونړ ولایت د پېچ درې او وټه پور ولسوالیو د دوو کورنیو ترمنځ د کورني تاوتریخوالي پرسر څه موده وړاندې پېښه شوې شخړه.

یاده شخړه د کونړ د سرحدونو ،قومونو او. . .

BACK TO NEWS

User account menu