د خلکو له استازي سره کتنه!

د سرحدونو او قبایلو چارو سرپرست او نوماند وزیر ښاغلي محب الله صمیم نن له غرمې وروسته د خپل کار په دفتر کې په ولسي جرګه کې د لغمان ولایت د خلکو له استازي ښاغلي الحاج جنرال عبدالمنیر تره خېل سره وکتل.
په دې کتنه کې د لغمان ولایت ځوانانو د ستونزو، د وزارت په اړوندو لېسو کې د جذب په موخه د دغه ولایت ځوانانو ته د زیاتې ونډې ورکولو، د قومونو د انسجام، له ولسونو سره د اړیکو په پراختیا او یو لړ نورو موضوعګانو په اړه بحث او خبرې وشوې.