د جوزجان په درذاب ولسوالۍ او د کندوز په مرکز کې له خلکو سره غونډه

haqani_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۸:۲
د جوزجان په درذاب ولسوالۍ او د کندوز په مرکز کې له خلکو سره غونډه

 

سه شنبه ۲۵/ربیع الاول/۱۴۴۸

د جوزجان ولایت په درذاب ولسوالۍ کې د اسلامي نظام تر چتر لاندې د شریعت د نفاذ او فرامینو د تشریح غونډه داسې مهال ترسره شوه، چې د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چار رئيس مولوي غلام نبي صمیم، د ولسوالۍ ګڼ استازي او قومي متنفذین هم حاضر وو. 

د غونډې پرمهال ښاغلي صمیم د بدو دودونو او قاچاق د مخنیوي په رابطه خبرې وکړې او د امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه الله تعالی ۱۳ او ۱۷ ګڼه فرمانونه یې تشریح کړل. نوموړي خلک په ټولنه کې د یادو امورو رعایت ته راوبلل او د اسلامي نظام په پیروي او یو بل منلو یې ټینګار وکړ. 

ورته مهال د کندوز په مرکز کې هم تر یاد شوي عنوان لاندې غونډه وشوه چې پرمهال یې د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس مولوي احمدالله تالقاني او نورو امارتي مسؤلینو هم ګډون کړی وو. د یادو غونډو پرمهال د مشرتابه د فرامینو هرکلی وشو او  په ټولنه کې د یادو حکمونو او فرامنیو د تطبیق د وخت یوه مهمه اړتیا وبلل شوه.

علماء کرامو او قومي مشرانو هم یادو غونډو ته خبرې وکړې زیاته یې کړه، چې د اسلامي امارت له حاکمیت وروسته د ټولنیز ثبات، اجتماعي عدالت او د قومونو ترمنځ اتحاد پیاوړی شوی، چې د دې هر یوه نشتون په یوه ټولنه کې د لویې بدمرغي سبب کېدلای شي. دوی په یوه غږ ټول ولسونه د اسلامي شریعت او احکامو پلي کولو ته راوبلل

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۰:۲۹
Background image

کاپيسا او هلمند کې مسؤلينو د څلورو مرورو کورنيو ترمنځ پخلاينه رامنځته کړه

 

سه شنبه ۱۶ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د کاپيسا ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت آمر د خپلو کوششونو په پايله کې د مرکز اړوند شوخي سيمه کې د دوو کورنيو ترمنځ د تېرو ۷ کلونو په دوام. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۵:۰
Background image

د خوست او پکتیا د دوو کورنیو ترمنځ ۱۹ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

 

دوشنبه ۱۵ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د خوست ولایت د اسماعیل خېلو او مندوزیو او د پکتیا د ګردې څېړۍ اړوند د دوو کورنیو ترمنځ هغه ۱۹ کلنه دښمني، چې د دوو کسانو د وژل کېدو لامل شوې وه د خوست. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۳:۵۸
Background image

بادغيس کې د ۴۵ کلنې بدي سربېره بلخ کې ۱۸ کلنې شخړې څنګه پای وموند

 

دوشنبه ۱۵ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د بادغيس ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رئيس مولوي محمد قاسم ضمير په مشري د ديني عالمانو او قومي مشرانو په هڅو په دې ولايت کې د دوو کورنيو ترمنځ د. . .

BACK TO NEWS

User account menu