د تور غونډۍ له بندر او له ترکمنستان سره له ګډې پولې کتنه

mobta_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۹ - ۱۹:۲۰
Mobta

۱۷/رجب المرجب

دسرحدونو قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزير الحاج ملا نورالله نوري او ورسره مل پلاوي هرات ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې د تور غونډۍ بندر، ترانزیټي لارې او د ځينو سرحدي او صفري نقطو څخه کتنه وکړه. ښاغلي نوري د تور غونډۍ له کمېسار ښاغلي مولوي صالح محمد او نورو مسؤلينو سره وکتل او د اوسپنې پټلۍ له لارې د تجارتي مالونو د انتقال د بهير تر څنګ د مسافرو د هوسا تګ راتګ او له ترکمنستاني لوري سره ددوئ د هماهنګي په اړه يې ډاډ ترلاسه کړ. د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزير الحاج ملا نورالله نوري سرحد ساتونکو ځواکونو ته د اسلامي نظام د ساتنې او د هيواد ځمکنۍ بشپړتيا د خونديتوب په اړه ګټورې سپارښتنې وکړې. ښاغلي نوري وويل: دا چې تاسو ويښ او بيداره ياست ټول ولس په ارامه خوب کوي، تاسو ياست چې د قاچاق او ناقانونه تګ راتګ مخه نيسئ او دغه راز د خپلو پولو څارنه او ساتنه کوئ‌.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د بایزید روښان انستیتیوت کانکور ازموینه واخیستل شوه

۲۶/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ په کابل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند بایزید روښان انستیتیوت د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د نویو زده کړیالانو د جذب په موخه د کانکور ازموینه واخیسته.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۱
Background image

په بلخ ولایت کې یوه ۳۰ کلنه اختلافي موضوع حل شوه

سه شنبه/ ۲۸/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ دبلخ ولایت دسرحدونو،قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو دیو شمېر محلي چارواکو،قومي مشرانو او دیني عالمانو په ملتیا دځمکې پرسر هغه شخړه هواره کړه، چې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په کونړ کې د کورنۍ تاوتریخوالي پرسر راپورته شوې شخړه هواره شوه

شنبه/ ۹/ شوال المکرم/۱۴۴۷ د کونړ ولایت د پېچ درې او وټه پور ولسوالیو د دوو کورنیو ترمنځ د کورني تاوتریخوالي پرسر څه موده وړاندې پېښه شوې شخړه.

یاده شخړه د کونړ د سرحدونو ،قومونو او. . .

BACK TO NEWS

User account menu