د تورخم له کمیسار سره کتنه

mobta-af
دوشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۲۳ - ۲۱:۴۸
mobta

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ ریئس ښاغلي مولوي محمد اسمعیل غزنوي په مشرۍ د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت پلاوي، چې په ترکیب کې یې د تحقیق او مطالعاتو ریئس مولوي هدایت الله، د سرحدونو د بررسۍ رئیس جنرال داور، له ولایتونو سره د اړیکو آمر مولوي منصور شتون لري او د ننګرهار ولایت د سرحدونو، قومونو اوقبایلو چارو رئیس قاري رحمت الله یې ملتیا کوله ، یکشنبې د (۱۴۰۰) لمریز کال د کب د میاشتې پر ۲۱نیټه د تورخم له کمیسار ښاغلي مولوي غازي الله سره وکتل.

په یاده کتنه کې پر سرحدي ستونزو، حل لارو او د قبایلو اړوند موضوعاتو په اړه خبرې وشوې او په همغږې توګه د ستونزوپه حل او د حل په موخه یې له اړونده ادارو سره په شریکولو ټینګار وشو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۰:۲۹
Background image

کاپيسا او هلمند کې مسؤلينو د څلورو مرورو کورنيو ترمنځ پخلاينه رامنځته کړه

 

سه شنبه ۱۶ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د کاپيسا ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت آمر د خپلو کوششونو په پايله کې د مرکز اړوند شوخي سيمه کې د دوو کورنيو ترمنځ د تېرو ۷ کلونو په دوام. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۵:۰
Background image

د خوست او پکتیا د دوو کورنیو ترمنځ ۱۹ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

 

دوشنبه ۱۵ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د خوست ولایت د اسماعیل خېلو او مندوزیو او د پکتیا د ګردې څېړۍ اړوند د دوو کورنیو ترمنځ هغه ۱۹ کلنه دښمني، چې د دوو کسانو د وژل کېدو لامل شوې وه د خوست. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۳:۵۸
Background image

بادغيس کې د ۴۵ کلنې بدي سربېره بلخ کې ۱۸ کلنې شخړې څنګه پای وموند

 

دوشنبه ۱۵ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د بادغيس ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رئيس مولوي محمد قاسم ضمير په مشري د ديني عالمانو او قومي مشرانو په هڅو په دې ولايت کې د دوو کورنيو ترمنځ د. . .

BACK TO NEWS

User account menu