د تحقیق او مطالعاتو په برخه کې یو ورځنی روزنیز ورکشاپ جوړ شو

khoram_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۵ - ۱۱:۳۸
خبر

کشنبه٣رجب المرجب١٤٤٥

یاد ورکشاپ د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د بشرې زیرمو ریاست له خوا د غالب پوهنتون په همکارۍ د تحقیق او مطالعاتو ریاست یو شمیر کارکوونکو ته جوړ شوی وو.

په دې روزنیز ورکشاپ کې ګډونوالو ته د غالب پوهنتون د یوه تن  استاد ښاغلي روح الله صمیم له لورې  د څېړنې د ارزښت او ځانګړنې په برخه کې چې څه ډول پیل اوپه کومو برخو یې تمرکز وشي معلومات وړاندې شول ويې ویل څېړنه د يوې ټاکلې موضوع په باب رښتينې، ژوره او عالمانه پلټنه ده چې په هغې کې حقايق، واقعيتونه او مسايل تحليل، تفسير او تشريح کېږي. باید په ډېر غور او دقت د څېړنې د ټاکلو معیارونو په پام کې نیولو سره ترسره شي.

په پای کې ګډونوالو د ورکشاپ له محتوا او موضوعاتو څخه خوښي څرګنده کړه او د دوی د ظرفیت د لوړونې په برخه کې یې یاد پروګرام ګټور وبللو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د بایزید روښان انستیتیوت کانکور ازموینه واخیستل شوه

۲۶/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ په کابل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند بایزید روښان انستیتیوت د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د نویو زده کړیالانو د جذب په موخه د کانکور ازموینه واخیسته.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۱
Background image

په بلخ ولایت کې یوه ۳۰ کلنه اختلافي موضوع حل شوه

سه شنبه/ ۲۸/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ دبلخ ولایت دسرحدونو،قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو دیو شمېر محلي چارواکو،قومي مشرانو او دیني عالمانو په ملتیا دځمکې پرسر هغه شخړه هواره کړه، چې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په کونړ کې د کورنۍ تاوتریخوالي پرسر راپورته شوې شخړه هواره شوه

شنبه/ ۹/ شوال المکرم/۱۴۴۷ د کونړ ولایت د پېچ درې او وټه پور ولسوالیو د دوو کورنیو ترمنځ د کورني تاوتریخوالي پرسر څه موده وړاندې پېښه شوې شخړه.

یاده شخړه د کونړ د سرحدونو ،قومونو او. . .

BACK TO NEWS

User account menu