د تاجکستان هېواد له لوړ رتبه پلاوي سره کتنه
دوشنبه/۲۶/ جمادىالاولى/۱۴۴۷
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر او د سرحدونو د تثبیت چارو کمېسیون مشر ملا نورالله نوري د یوه پلاوي په مشرۍ د تاجکستان هیواد له راغلي پلاوي سره چې ملتیا یې د دې هېواد د امنیت دولتي کمېټې د سرحدي ځواکونو لومړي مرستیال او د تاجکستاني پلاوي مشر ښاغلی میرزا زاده عبدالواحد کوله وکتل.
په یاده لیدنه کې د دواړو هیوادونو د پلاوو تر منځ د امنیت، د اړیکو پراختیا، سرحدي ستونزو او د ګډ سرحد د تثبیت په اړه خبرې وشوې.
ښاغلي نوري صاحب په خبرو کې وویل: دا د خوښۍ ځای دی چې افغانستان او تاجکستان د اړیکو په برخه کې مثبت ګامونه اخلي، نوموړي زیاته کړه د افغانستان اسلامي امارت هڅه کوي چې د نړۍ له ټولو هیوادونو سره اقتصادي، سیاسي او دوستانه اړیکې ولري، نوري صاحب څرګنده کړه چې ا.ا.ا د مخدره توکو له قاچاق او انساني قاچاق څخه په جدي توګه مخنیوی کوي او د قاچاق د مخنیوي په موخه د ا.ا.ا د مشرتابه امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی فرمانونه هم صادر شوي دي، نوري صاحب دا راز وویل: د افغانستان او تاجکستان د ګډ سرحد تثبیت به د دواړو هیوادونو د ثبات او امنیت په برخه کې ګټور رول ولوبوي.
د راغلي پلاوي په استازیتوب ښاغلي عبدالواحد وویل: افغانستان او تاجکستان ژبنیز، دیني او ګډ مشترکات لري او د دواړو هیوادونو ولسونه د امن غوښتونکي دي، ښاغلي عبدالواحد وویل: تاجکستان ژمن دی چې له افغانستان سره اقتصادي او په نورو برخو کې اړیکې وغزوي، نوموړي زیاته کړه، موږ هیله لرو چې تاجکستان او افغانستان به په ګډه د سرحد په اوږدو کې شته ستونزې د تفاهم له مخې حل کړي او په دې برخه کې به خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.
