د بهرنيو چارو وزارت د سرحدي برخې له ريس سره کتنه!

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مسلکي مرستیال ښاغلي ډاکټر فریدون بارکزي د روان لمریز کال د سلواغې میاشتې پر 9مه نېټه د بهرنيو چارو وزارت د سرحدي برخې له ريس ښاغلي محمد حسن فيضي سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.
په دې کتنه کې دواړو لورو په هېواد کې د تلپاتې سولې د ټینګښت، د ملي یووالي په پیاوړتیا، او يو لړ نورو علاقې وړ موضوعاتو په اړه بحث او خبرې وکړې.