د بلخ ولايت د حيرتان بندر د سرحدي وضعیت او اداري چارو ارزونه

haqani_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۱۲:۴
د بلخ ولايت د حيرتان بندر د سرحدي وضعیت او اداري چارو ارزونه

 

‌يکشنبه ۱۶ ربیع‌الأول ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو مرستیال مولوي عنایت ‌الله شجاع د یوه ګډ پلاوي په مشري د بلخ ولایت حيرتان بندر ته سفر وکړ او هلته یې د سرحدي سیمو د وضعیت د ارزونې ترڅنګ له یو شمېر سیمه‌ ییزو مسؤلینو سره ناستې ترسره کړې.

په دې سفر کې نوموړي د ياد ولایت له اړوندو مسؤلینو، د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست له رئیس، د کمېسارۍ له استازو او د سرحدي سیمو له یو شمېر منسوبینو سره جلا او ګډې لیدنې تر سره کړې.

ښاغلي شجاع د سرحدي مسؤلینو څرګندونې او وړاندې شوي معلومات واورېدل او د سیمې د وضعیت د لا دقیقې ارزونې لپاره یې له مسؤلینو سره لازمې مشورې وکړې. هغه همداراز د مسؤلیتونو له لوري د سرحدي چارو د منظم مدیریت د ترسره کولو له امله مننه وکړه او د اړوندو ادارو ترمنځ همغږي يې اړينه وبلله

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۳۴
Background image

په فارياب، زابل، سمنګان او کاپيسا ولايتونو کې د ولسواليو په کچه د شريعت د نفاذ او همغږۍ غونډې

 

دوشنبه ۱۵ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت له لوري د شریعت د احکامو د نفاذ، یووالي او همغږۍ په موخه دا ځل د فارياب ولايت په لولاش او بندر ولسوالي، د زابل ولايت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۰:۵۴
Background image

په کندز او بدخشان کې د مسؤلينو له لوري د جلاجلا شخړو حل

 

يکشنبه ۱۴ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د کندز ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست د استازو او قومي مشرانو د هڅو په پايله کې د دغه ولايت په خان آباد ولسوالي کې د يوې مېرمنې د ټپي کېدو له. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۸:۴۸
Background image

په خوست کې د دوو کورنیو ترمنځ  ۳۵ کاله وروسته روغه جوړه وشوه

 

شنبه ۱۳ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د خوست ولایت مرکز کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه ۳۵ کلنه دښمني، چې د دوو کسانو د وژل کېدو ترڅنګ یې دواړو کورنیو ته مالي زیانونه هم اړولي وو، د یاد ولایت د سرحدونو. . .

BACK TO NEWS

User account menu