د بشريت د سترلارښود محمد رسول الله ﷺ د زوکړې د ورځې په مناسبت غونډه ترسره شوه

taqi2_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ - ۱۵:۴۳
د بشريت د سترلارښود محمد رسول الله ﷺ د زوکړې د ورځې په مناسبت غونډه ترسره شوه

 

يکشنبه  ۱۴ ربيع الأول ۱۴۴۷

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د ښوونې او روزنې رياست په مشري د پیرمحمد کاکړعالي لېسې د غونډو په تالار کې د میلاد النبی ﷺ په مناسبت جوړې شوې غونډه کې د ياد وزارت د مقام رئيس الحاج مولوي نياز محمد تقي او د دوعوت او ارشاد رئيس مفتي شفيع الله ثاقب په شمول د دغه وزارت استازو، د ليسې استادانو او ګڼو زده کوونکو برخه لرله.

غونډې ته د وزارت د مقام رئيس ښاغلي تقي د دې ورځې پر اهميت او ديني ارزښت خبرې وکړې، خلک يې د حضرت محمد ﷺ سره مينې ته راوبلل او زياته يې کړه: د الله تعالی مینه له هغه چا سره ده څوک، چې د هغه د محبوب پیغمبر ﷺ سره مینه لري، سنت يېعملي کوي او د هغه ﷺ د لارښوونو مطابق خپل سیرت او صورت جوړوي. نومړي په ښوونکو او زده کوونکو غږ وکړ، چې د رسول الله ﷺ لارښوونې عملي کړي.

ورپسې د دعوت او ارشاد رئيس مفتي شفيع الله ثاقب د حضرت رسول الله ﷺ د ژوند او کړو وړو په تړاو هر اړخېز معلومات وړاندې کړل ښاغلي ثاقب له خلکو وغوښتل، چې د رسول الله ﷺ  ټول سنتونه په خپل ژوند کې عملي کړي، تر څو د دنیا او آخرت کامیاب

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د بایزید روښان انستیتیوت کانکور ازموینه واخیستل شوه

۲۶/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ په کابل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند بایزید روښان انستیتیوت د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د نویو زده کړیالانو د جذب په موخه د کانکور ازموینه واخیسته.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۱
Background image

په بلخ ولایت کې یوه ۳۰ کلنه اختلافي موضوع حل شوه

سه شنبه/ ۲۸/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ دبلخ ولایت دسرحدونو،قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو دیو شمېر محلي چارواکو،قومي مشرانو او دیني عالمانو په ملتیا دځمکې پرسر هغه شخړه هواره کړه، چې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په کونړ کې د کورنۍ تاوتریخوالي پرسر راپورته شوې شخړه هواره شوه

شنبه/ ۹/ شوال المکرم/۱۴۴۷ د کونړ ولایت د پېچ درې او وټه پور ولسوالیو د دوو کورنیو ترمنځ د کورني تاوتریخوالي پرسر څه موده وړاندې پېښه شوې شخړه.

یاده شخړه د کونړ د سرحدونو ،قومونو او. . .

BACK TO NEWS

User account menu