د بدخشان ولایت له یو شمېرښځینه سوداګرو، محصلینو او مدني فعالانو سره کتنه!

بدخشان ولایت ته د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم د رسمي سفر په دویمه ورځ د دغه ولایت د فیض آباد ښار له یو شمېر ښځینه سوداګرو، مدني فعالانواو د پوهنتون زده کړیالانو سره وکتل دلته هر یوه پخپلو برخو کې د ترسره شویو فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او دغه راز یې یو لړ غوښتنې، وړاندیزونه د حل په موخه له ښاغلي محب الله صمیم سره شریک کړل.
دغه راز د نورو په استازیتوب څو تنو خبرې وکړې وې ویل: موږ خوښ یو چې تاسو د خپلو ولایتي سفرونو په لړ کې بدخشان ولایت ته سفر وکړ او د خپلو ولسونو ستونزې او وړاندیزونه له نږدې اورئ.
ورپسې ښاغلي محب الله صمیم د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل: زموږ هڅه دا ده، چې د ولسونو منځ ته ورشو، سره منسجم او په یو واحد صف کې یې د نظام، جمهوریت، تېرو لاسته راوړنو، ملي ارزښتونو او لوړو ملي ګټو د ملاتړ په پار سره را ټول او ودرو او ستونزې به مو له اړوندو ادارو سره شریکې کړم.