د بایزید روښان انستیتیوت د ودانیو د ترمیم له چارو څخه کتنه او نظارت ترسره شو

mobta_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱/۲۱ - ۲۱:۰
mobta

رمضان المبارک /۱۹/ ۱۴۴۴

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند د بایزید روښان انستیتیوت د لیلیې د دوو بلاکونو، اشپزخانې او طعام خانې له ترمیماتي او رغنیزو چارو څخه کتنه ترسره شوه. د کتنې پر مهال د یاد وزارت د مسلکې چارو معین مولوي عبدالرحمن حقاني، د یاد وزارت د پلان او پالیسۍ رئیس مولوي نیک محمد افغاني، د ښوونې او روزنې رئیس مولوي عبدالرحمن رحماني، د یاد انستیتیوت آمر سردار محمد ذاکري او مل پلاوي حضور درلود. د لیدنې په پیل کې مسلکي معین ښاغلي حقاني د ټولو بلاکونو د ترسره شویو او پاتې چارو څخه له نژدې څارنه او نظارت ترسره کړ، وروسته د انستیتیوت آمر یادونه وکړه چې دلته د ۲۰۰ په شاوخوا کې محصلین د لیلیې له خدمتونو څخه ګټه اخلي. هغه د یادو شویو بلاکونو د پاتي چارو د چټکتیا، د اشپز خانې رغولو او د زده کوونکو د تشنابونو جوړولو غوښتنه  وکړه او زیاته یې کړه چې دوی د یادو شویو ستونزو له کبله له مشکلاتو سره مخ دي. د دغه وزارت د پلان او پالیسۍ رئیس ښاغلي افغاني وویل: لکه څنګه چې تاسې یې وینئ زموږ قرارداد کوونکی شرکت ماته ډاډ راکړی چې د لیلیې د بلاکونو د ترمیم کار ۸۰ سلنه خلاص شوی او ژر تر ژره به تاسې ته په اختیار کې درکول شي او زه ډاډ درکوم چې تر ټاکل شوي وخته پوري به ټول کارونه په منظم ډول سرته ورسېږي. د یادولو وړ ده چې د مسلکي چارو معین مولوي عبدالرحمن حقاني د انستیتیوت د نظارت تر څنګ د عبدالرحمان بابا عالي لېسې څخه هم لیدنه وکړه. په دغه لیدنه کې د یادې لېسې آمر مولوي عزیز احمد اخندزاده، اداري کارکوونکو او ځینو ښوونکو سره ناسته وشوه، په ناسته کې د هغوی د درسونو د بهیر پوښتنه وشوه او غوښتنې یې واورېدل شوې. د یادې ناستې پر مهال د مسلکي چارو معین ښاغلي حقاني وویل: د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارت کوښښ کوي چې خپلو ټولو تعلیمي نهادونو ته وده ورکړي او هر ډول حمایت یې وکړي له تاسو ټولو څخه مو هیله ده چې د هیواد د بچیانو د تعلیم په برخه کې ډېر کار وکړئ او خپل مسؤلیت مو په ښه ډول اداء کړئ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۱۴:۳۹
Background image

بلخ کې د دوو کورنيو ترمنځ ۶ کلن جنجالونه پای ته ورسېدل

 

سه شنبه ۵ محرم الحرام ۱۴۴۷

د بلخ ولایت د سرحدونو قومونو او قبايلو چارو رئیس مولوي سردار محمد محمدي په هڅو د ياد ولايت د قومي مشرانو، علماوو او ځايي خلکو په همکارۍ مزار شريف ښار کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۲:۴۷
Background image

بلخ کې د ۱۵ کلنې شخړې ترڅنګ يوه بله ۵ کلنه شخړه هم هواره شوه

 

يکشنبه ۳ محرم الحرام۱۴۴۶ 
 
د بلخ ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رئيس مولوي سردار محمد محمدي په لارښوونو د قومي مشرانو او اسلامي امارت منسوبينو د هڅو په نتيجه کې په ياد ولايت
. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۱۴:۵۹
Background image

زابل کې د دوو قومونو ترمنځ شخړه حل او سوله ييز ژوند يې غوره کړه

شنبه ۲ محرم الحرام ۱۴۴۷ د دغه ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو د قومي سپين ږيرو علماوو او اسلامي امارت د ځينو استازو په همکارۍ د دغه ولايت په شهري صفا ولسوالۍ کې د. . .

BACK TO NEWS

User account menu