د بامیان، غزني او میدان وردګ ولایتونو له ولسي استازو سره کتنه

khoram2_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۰ - ۱۱:۱۶
قومي مشرانو سره ليدنه

۱/۱۱/۱۴۴۵

د بامیانو، غزني او میدان وردګ ولایتونو ولسي مشرانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلو چارو له مرستیال مولوي محمد علي جان احمد سره د هغه په کاري دفتر کې وکتل. د لیدنې په ترڅ کې راغلیو مشرانو د اسلامي امارت د مسؤلینو له لوري د ترسره شویو خدمتونو ستاینه وکړه او د خپلو ولایتونو اړوند ستونزې یې شریکې کړې. دوی د کرنیزو ځمکو د ورکړې، د کوچیانو د څړځایونو د تثبیت او د خپلمنځي شخړو د حل په برخه کې د پاملرنې غوښتنه وکړه او د قومونو ترمنځ د اتحاد او یووالي په اړه یې ډاډ څرګند کړ. ورپسې د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ معین ښاغلي احمد د قومي مشرانو تر منځ په ولسي یووالي او اتحاد خوښي څرګنده کړه ویې ویل: نن لله الحمد د خلکو تر منځ نفرتونه ختم شوي او د یووالي فضاء ده. هغه زیاته کړه: اتحاد د ملتونو د بري لار ده، هغه کسان چې نفاق خپروي په دې خاوره کې به هیڅکله ځای پیدا نه کړي. نوموړي د ولسونو ستونزې د پام وړ وبللې او په یادو برخو کې یې د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د بایزید روښان انستیتیوت کانکور ازموینه واخیستل شوه

۲۶/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ په کابل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند بایزید روښان انستیتیوت د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د نویو زده کړیالانو د جذب په موخه د کانکور ازموینه واخیسته.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۱
Background image

په بلخ ولایت کې یوه ۳۰ کلنه اختلافي موضوع حل شوه

سه شنبه/ ۲۸/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ دبلخ ولایت دسرحدونو،قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو دیو شمېر محلي چارواکو،قومي مشرانو او دیني عالمانو په ملتیا دځمکې پرسر هغه شخړه هواره کړه، چې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په کونړ کې د کورنۍ تاوتریخوالي پرسر راپورته شوې شخړه هواره شوه

شنبه/ ۹/ شوال المکرم/۱۴۴۷ د کونړ ولایت د پېچ درې او وټه پور ولسوالیو د دوو کورنیو ترمنځ د کورني تاوتریخوالي پرسر څه موده وړاندې پېښه شوې شخړه.

یاده شخړه د کونړ د سرحدونو ،قومونو او. . .

BACK TO NEWS

User account menu