د اړیکو مؤسسې له يو شمير استازو سره ناسته

khoram_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۸ - ۹:۹
خبر

٤/٨/١٤٤٥ هـ ق

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر الحاج ملا نورالله نوري نن چهار شنبه په خپل کاري دفتر کې د اړیکو مؤسسې له يو شمير استازو سره ناسته ترسره کړه.

په پیل کې د اړيکو د موسسې راغليو استازو  په بېلابيلو برخو کې د يادې موسسې د اجرا شويو فعاليتونو او لاسته راوړنو یادونه وکړه او دغه راز يې په راتلوونکي کې د خپلو نويو پلانونه د جوړولو په پار تفصیلي خبرې وکړې. 

په پای کې ښاغلي نوري د اړيکو د موسسې راغليو استازو ته ښه راغلاست ووایه او په هیواد کې د سرتاسري امنیت او اسلامي نظام د قائمېدو یادونه یې وکړه، د یادې موسسې د مسؤلينو له لوري په بېلابيلو برخو کې د لاسته راوړنو او هڅو قدرداني یې وکړه او دغه راز يې د اسلامي امارت پالیسۍ ته په کتو د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د بایزید روښان انستیتیوت کانکور ازموینه واخیستل شوه

۲۶/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ په کابل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند بایزید روښان انستیتیوت د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د نویو زده کړیالانو د جذب په موخه د کانکور ازموینه واخیسته.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۱
Background image

په بلخ ولایت کې یوه ۳۰ کلنه اختلافي موضوع حل شوه

سه شنبه/ ۲۸/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ دبلخ ولایت دسرحدونو،قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو دیو شمېر محلي چارواکو،قومي مشرانو او دیني عالمانو په ملتیا دځمکې پرسر هغه شخړه هواره کړه، چې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په کونړ کې د کورنۍ تاوتریخوالي پرسر راپورته شوې شخړه هواره شوه

شنبه/ ۹/ شوال المکرم/۱۴۴۷ د کونړ ولایت د پېچ درې او وټه پور ولسوالیو د دوو کورنیو ترمنځ د کورني تاوتریخوالي پرسر څه موده وړاندې پېښه شوې شخړه.

یاده شخړه د کونړ د سرحدونو ،قومونو او. . .

BACK TO NEWS

User account menu