د امن او ثبات دوره ورځنی ملي کنفرانس نن دوشنبه د۱۳۹۹لمریزکال د کب پر۱۸مه نېته په ارګ کې په بریالیتوب سره پای ته ورسېد!

mobta-af
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۸ - ۱۳:۴۹
mobta

په دې کنفرانس کې چې له خېبرپښتونخوا او سویلي پښتونخوا څخه یو شمېر سیاسي او فرهنګي مشرانو او مېرمنو ګډون کړی وو، د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهور رئیس جلالتمآب محمد اشرف غني هم ګډون او وینا وکړه.

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم وویل: په کنفرانس کې پر دې بحث وشو چې د ډیورنډ کرښې دواړو لوریو ته جګړه څه ډول پایته ورسېږي او ولسونه په سوله او ثبات کې ژوند وکړي.

mobta

ورپسې د عوامي ملي ګوند غړي غلام احمد بلور د ډیورنډ کرښې دواړو لوریو جګړې ته په اشارې وویل، دغه جګړه اسلامي او مذهبي اساس نه لري او یوازې د افغانانو د پرمختګ، ارام ژوند او سوکالۍ پر ضد روانه ده.

غلام احمد بلور وویل، د افغانستان د اوسنۍ ستونزې د حل لپاره دې د حکومت په کچه له ګاونډیو او د سیمې هیوادونو سره دوامداره خبرې وشي او ټینګار یې وکړ، تر هغو چې په اساسي ډول د وسله والو د تجهیز او تمویل مخه ونه نیول شي، جګړه پای ته نشي رسېدای.

همداراز د سویلي پښتونخوا سیاسي او ټولنیز شخصیت ملک عبدالمجید په خپلو خبرو کې د ډیورنډ کرښې دواړو لوریو ته د سوداګرۍ پر زیاتوالي، د امن او ثبات لپاره د اغېزناکو هڅو پر دوام او د ټوپک پر ځای زده کړو ته د زمینې پر برابرولو ټینګار وکړ.

جمهوررئیس غني د هغوی د خبرو تر اورېدو وروسته وویل: افغان حکومت ژمن دی روان ناورین په اساسي ډول پایته ورسوي دغه راز یې د امن او ثبات لپاره د پښتونخوا مشرانو او پښتون ژغورنې غورځنګ هڅې او قربانۍ وستایلې . د سولې پروسې ته یې په اشارې وویل، پاکستان باید دغه نااعلان شوې جګړه پای ته ورسوي او ازاد، مستقل او ډیموکراتیک افغانستان ومني.

mobta

جمهوررئیس د ډیورنډ کرښې دواړو لوریو ته د مېشتو ولسونو په ژوند کې د اساسي تغییراتو لپاره د سوداګرۍ پر زیاتوالي ټینګار وکړ وې ویل، د دواړو غاړو سوداګر دې ګډه ترانسپورټي کمپنۍ جوړه کړي او موږ ورسره بشپړه همکاري کوو.

جمهوررئیس د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت ته لارښوونه وکړه چې د مشهور پښتون فلسفي شاعر غني خان د مقبرې د اساسي بیارغاونې لپاره هڅې پیل کړي.

د غونډې په پای کې د امن او ثبات سیمه ییز کنفرانس پرېکړه لیک ولوستل شو چې په کې په ډیورنډ کرښه د سوداګرۍ پر زیاتوالي او افغان سولې څخه چې په کې اساسي قانون، د ښځو او اقلیتونو حقوق او د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنې خوندي وي، ملاتړ وشو.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۰:۲۹
Background image

کاپيسا او هلمند کې مسؤلينو د څلورو مرورو کورنيو ترمنځ پخلاينه رامنځته کړه

 

سه شنبه ۱۶ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د کاپيسا ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت آمر د خپلو کوششونو په پايله کې د مرکز اړوند شوخي سيمه کې د دوو کورنيو ترمنځ د تېرو ۷ کلونو په دوام. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۵:۰
Background image

د خوست او پکتیا د دوو کورنیو ترمنځ ۱۹ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

 

دوشنبه ۱۵ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د خوست ولایت د اسماعیل خېلو او مندوزیو او د پکتیا د ګردې څېړۍ اړوند د دوو کورنیو ترمنځ هغه ۱۹ کلنه دښمني، چې د دوو کسانو د وژل کېدو لامل شوې وه د خوست. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۳:۵۸
Background image

بادغيس کې د ۴۵ کلنې بدي سربېره بلخ کې ۱۸ کلنې شخړې څنګه پای وموند

 

دوشنبه ۱۵ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د بادغيس ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رئيس مولوي محمد قاسم ضمير په مشري د ديني عالمانو او قومي مشرانو په هڅو په دې ولايت کې د دوو کورنيو ترمنځ د. . .

BACK TO NEWS

User account menu