د افغانستان د ورلډ وېژن دفتر له رئیسې سره ناسته!

د سرحدونو او قبایلو چارو وزير ښاغلي محب الله صميم نن ماښام د خپل کار په دفتر کې د افغانستان د ورلډ وېژن دفتر له رئیسې اغلې اسونتا چارلېس سره وکتل او خبرې يې ورسره وکړې.
په دې کتنه کې اغلې اسونتا چارليس د نوموړې موسسې د ټولنیزو فعالیتونو په اړه رڼا واچوله او په بېلابېلو برخو، په تېره بیا د ښوونې او روزنې په برخو کې د وزارت فعالیتونه مهم وبلل او په دغو برخو کې يې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
اغلې اسونتا دغه راز وویل: چې دغه دفتر ژمن دې چې له وزارت سره به اړیکې پیاوړي کړي او د ولسونو د انسجام په برخه کې به خپلې همکارۍ ونه سپموي.
ورپسې د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم د وزارت اړوندو چارو په اړه معلومات وړاندې کړل وې ویل: دغه وزارت ولسي وزارت دی، چې د قومونو او قبایلو د انسجام، د دوې د ستونزو هوارولو، او لرو او نا امنو سیمو ځوانانو ته د زده کړو زمینو په برابرولو او له نظام څخه ملاتړ ته د خلکو په رابللو کې رغنده رول لري.
ښاغلي صمیم له وزارت سره د نړېوالې ټولنې له تېرو مرستو څخه مننه وکړه ټینګار یې وکړ، چې نوموړې موسسه به په راتلونکې کې له وزارت سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
په دې کتنه کې دواړو لورو د اړیکو په پراختیا او ګډو هلوځلو ټینګار وکړ.