د اداري چارو په سمون او چټکى ټينګار!

mobta-af
یکشنبه ۱۳۹۸/۶/۳۱ - ۱۳:۱۹
mobta

د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت مسلکي معين محترم ډاکټر فريدون بارکزي نن یکشنبې د روان کال د وږي مېاشتې په ۳۱مه نېټه په داسې حال کې چې د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ معین ښاغلی محمد یعقوب احمد زی او مالي او اداري معین ښاغلي شجاع الملک جلاله هم حاضر و، له اړوندو ريسانو او چارواکو سره د غونډې په ترڅ کې د اداري چارو په پرمخ بېولو کې په چټکۍ او په ولایتونو کې د پرمختيايي پروژو پروخت تطبیق باندې ټینګار وکړ.

په دې غونډه کې، لومړى اړوندو ريسانو په وارسره د خپلو ورځنيو چارو او په بېلابېلو ولایتونو کې د وزارت د پرمختیايي پروژو د چارو څرنګوالي په اړه ښاغلي مسلکي معين ته راپور ورکړ، زياته يې کړه: موږ هڅه کوو د چارو په ترسره کولو کې خوځښت راولو تر څو د وزارت پرمختايي پروژې پرخپل وخت تطبیق او د عادي او پرمختيايي بودجى د لګولو کچه لوړه شي.

اړندو ریسانو دغه راز په دې برخه کې یو لړ ستونزې هم له ښاغلي مسلکي مرستیال سره د حل په موخه شریکې کړې.

ورپسې ښاغلي بارکزي د اداري چارو په سمون او اصلاح او دغه راز په ولایتونو کې د وزارت د پرمختیايي پروژو پرخپل تطبیق باندې باندې په ټينګارسره وويل: موږ د روان مالي کال د بشپړېدو په درشل کې يو، ټول اړوند مسوولين بايد له قانون او اصولو سره سم تدارکاتي اسناد په چټکى سره طى مراحل او بشپړ کړي تر څو د وزارت پرمختیايي پروژې پر وخت تطبیق او د عادي او پرمختيايي بودجې د لګولو کچه لوړه شي.

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت ښاغلي مسلکي مرستیال دغه رازله اړوند ریسانو غوښتنه وکړه، چې د چارو د لا سمون او چټکتیا په موخه دې خپلو ورځنیو غونډو ته دوام ورکړي او خپلې ستونزې د وزارت له مشرتابه سره شریکې کړي.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۳ - ۱۳:۲۰
Background image

باميان ولايت کې ولسي شخړې پای وموند

 

دوشنبه ۲۳ محرم الحرام ۱۴۴۷

د بامیان ولایت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمر حافظ محب‌ الله سجاد د ياد ولايت د والي الحاج مولوي عبدالله سرحدي په حضور کې، چې مل پلاوي يې ملتا کوله. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۸:۳۷
Background image

د قبايلي سيمو له سلګونه زده کوونکو او محصلينو د کانکور ازموینه واخیستل شوه

 

جمعه ۲۰ محرم الحرام ۱۴۴۷

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د هېواد له يو شمېر قبايلي سيمو د زده کوونکو او فارغانو څخه د کابل ،ننګرهار، کندهار او خوست شيخ زاهد پوهنتون ځينو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۹:۱۷
Background image

په پلازمېنه کابل کې د خوشحال خان لېسې د څلورنيم مياشتنۍ ازموينو څارنه

 

چهارشنبه ۱۳ محرم الحرام ۱۴۴۷

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د ښوونې او روزنې ریاست يو لوړ رتبه هيئت د ياد وزارت اړوند خوشحال خان عالي لېسې د زده کوونکو څخه د څلورنيم مياشتنۍ. . .

BACK TO NEWS

User account menu