د اداري مجلس جوړېدل!

mobta-af
دوشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۲۳ - ۱۰:۸
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محمد شفیق ګل آغا شېرزي په مشرۍ د وزارت د معینانو، سلاکارانو او رئيسانو په ګډون نن شنبې د ۱۳۹۸ لمریز کال د مرغومې میاشتې پر ۲۱ مه نېټه اداري مجلس جوړ شو.

د مجلس په پیل کې ښاغلي محمد شفیق ګل آغا شېرزي کندهار ته د خپل سفر، په ارګ کې له مشرانو سره د وزارت کړنو د شریکولو، او د وزارت له کړنو څخه د مشرانو له خوا د قدر دانۍ په اړه خبرې وکړې د وزارت له اړوند رئیسانو څخه یې پر وخت د دندو او کړنو ترسره کولو له امله مننه وکړه او په همغږۍ یې ټینګار وکړ.

ورپسې د وزارت مسلکي معین ښاغلي ډاکټر فریدون بارکزي د کابینې د تېرې غونډې د ګڼو موضوعاتو لکه: د امنیتي ځواکونو لخوا نویو نېول شویو سیمو ته د اسانتیاو د برابرولو او د واورو د ورښت په اړه د جمهور رییس له خوا د طبیعي پېښنو په وړاندې مبارزې وزارت ته د تدابیرو د نېولو د سپارښتنو، د کار په قانون کې د غیرضروري رخصتیو د نه راوړلو ، د بشري زېرمو د مقررې پر بنسټ د ملکي کارکوونکو د آزموینې د څرنګوالي، د پرانیستي دولتدارۍ، د معاشونو پالیسۍ مطابق د معاشونو پر څرنګوالي د یوي تخنیکی کمېتی له خوا د کارکولو او په وزارتونو کې د دوه ګونو معاشونو د مخنیوي، نړیوال مالي وجهي صندوق ته له ژمنی سره سم د عوایدو کچې د لوړېدو، په بدخشان کې د پامیر انرژۍ، د سعودي عربستان لخوا د کابل د حلقوی سړک او ښوونځیو د جوړولو لپاره د مرستو د ورکولو په اړه معلومات وړاندې کړل، په وزارت پورې د اړوندو موضوعاتو په اړه یې د وزارت ریاستونو ته د اجرااتو لارښوونه وکړه همدا راز یې اړوند ریاستونو ته په نوي تعلیمي کال کې د خوست د قبایلو په نوم لېسې د پرانېستلو لپاره د تیاري نیولو او اړتیاوو پوره کولو لارښوونه وکړه.

د تحقیق او مطالعاتو، د سرحدونو د پلټنې او کشف ریاستونو او د معلوماتو انسجام پروژې څخه یې وغوښتل، چې د سرحدونو، اوبو او په دې برخه کې د ظرفیت جوړونې په اړه په میاشتنۍ توګه دوه یا درې علمي سیمینارونه او ورکشاپونه جوړ کړي.

ورپسې د داخلي تفتیش رئيس په ولایتونو کې د وزارت د دوهمو واحدونو ستونزې د حل په موخه شریکې کړې، د معلوماتي تکنالوژۍ رئيس د وزارت د انټرنېټ د ظرفیت، ستونزو او حل لارو او غیری ضروري سایټونو څخه د نه استفادې، د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ رئيس په ۱۳۹۸ مالي کال کې د پلان مطابق په ګڼ شمېر ولایتونو کې تر بېلابېلو سرلیکونو لاندې د جرګو او ورکشاپونو د جوړولو، اداري او خدماتو رئيس په بخاریو کې د ګازي سیستم د فعالولو او د وزارت مالي او حسابي سلاکار په تېر مالي کال کې د یادې پروژې له خوا د بېلابېلو چارو لپاره د سیستمونو د فعالولو، د ډیټابیسونو د جوړولو او ظرفیت جوړونې په موخه د ورکشاپونو او ښوونیزو ورکشاپونو د جوړولو په اړه پریزنتیشن وړاندې کړ.
همدا راز د وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ معین ښاغلي محمد یعقوب احمدزي هم له اړوندو ریسانو څخه غوښتنه وکړه، چې خپلې چارې په بشپړې همغږۍ سره پرمخ بوځي.

په یادو او نورو مهمو مسایلو تر بحث وروسته پرېکړې وشوې او اړوند ریاستونو ته یې په اړه پر وخت د کړنو لارښوونه وشوه. او د چارو په ترسره کولو کې یې په همغږۍ او همکارۍ ټینګار وکړ.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۱:۱۴
Background image

په ننګرهار کې د قتل یوه موضوع حل شوه

 

شنبه/ ۱۷ / شوال/۱۴۴۷
د ننګرهار ولایت مهمندرې ولسوالۍ د دوو کورنیو ترمنځ څه موده وړاندې د ماشومانو پر سر پېښه شوې فزیکي شخړه، چې له امله یې یو تن وژل شوی هم و، تېره ورځ د یوې دودیزې
. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۴:۳۵
Background image

په کونړ ولایت کي د کنړ او نورستان له دیني عالمانو، قومي متنفذینو او ځوانانو سره د اسلامي نظام د دفاع د قدرداني په موخه غونډه تر سره شوه

 شنبه/١٧/ شوال/ ۱۴۴۷

د کونړ او نورستان قومي متنفذینو او مخورو نن له غرمې وړاندې د یوې ناستې پر مهال یو وار بیا ډاډ څرګند کړ، چې دوی د نظام ترڅنګ ولاړ دي او په کلکه به یې د هر دُښمن پر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۴:۳۲
Background image

د ننګرهار ولایت له علماوو، قومي متنفذینو، پوهنتون استادانو او ځوانانو سره له اسلامي نظام څخه د دفاع لپاره له درنو خلکو سره غونډه تر سره شوه

 جمعه/۱٦/ شوال/ ۱۴۴۷

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري د یوه پلاوي په مشري، چې د یاد وزارت د جرګو او قبایلو چارو معین الحاج مولوي محمد علي جان احمد، د امربالمعروف. . .

BACK TO NEWS

User account menu